م.م. افغان چارواکي بايد د ښځو پر ضد د تاوتريخوالی مخه ونيسي

يوناما
Image caption ملگري ملتونه وايي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښځې له بېلابېلو نادودو او تاو تريخوالي سره لاس و گريوان دي چې مهم هغه يې په بدو کې ورکول او په لږ عمر کې ودول دي .

ملگرو ملتونو له افغان چارواکو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې ډېرې هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د استازۍ دفتر يوناما د يوه تازه راپور په خپرولو سره ويل،د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښځې له بېلابېلو نادودو او تاو تريخوالي سره لاس و گريوان دي.

په بدو کې ورکول کېږي، په لږ عمر کې ودېږي او روغتيايي اسانتياوو ته يې هم لاس نه رسي .

ملگرو ملتونو ددغه نوي راپور د برابولو په موخه د افغانستان په ټولو څلور دېرش ولايتونو کې له يو شمېر ښځو، نارينه و،حکومتي چارواکو، ديني پوهانو،د ښځو د حقونو د برخې له فعالانو،مدني ټولنو او ټولنيزو ډلو سره خبرې کړې او دهغوى د څرگندونو پر بنسټ يې دغه راپور چمتو کړى دى.

راپور ښيي چې د افغانستان په ټولو سيمو کې ، ښاري وي او که کليوالي، په بېلابېلو کچو د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي او او زور زياتي څخه کار اخستل کېږي، چې له کبله يې ميليونونه ښځې په ناوړه حالت کې ژوند تېروي.

د ملگرو ملتونو د بشري د حقونو د برخې مشره جورجيت گنيان وايي دغه نوى راپور له ښځو سره له کېدونکي دردونکي چلند څخه پرده پورته کوي: ((هغه راپورونه چې نن ورځ خپرېږي د دردوونکو لارو چارو په تړاو د افغان مېرمنو او نارينه و د غږونو منعکس کوونکي دي . په دغو پېښو کې تر وخت مخکې و دونه، د شخړي د هواري په خاطر په بدو کې د نجونو ورکول، د ناموس په نوم وژنې او د ښځو او نجونو پر ضد د تاوتريخوالي نورې ډولونه راځي.

دغه راپور د يادو لارو چارو د شتون په اړه معلومات ورکوي، دغه راز پر ښځو او نجونو او په ټوله کې پر ټولنه باندې ددغو لارو چارو پر پايلو غږېږي.))

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون استازي هم د راپور خپرلو په غونډه کې حضور درلود. دغه کمېسيون وايي چې تاوتريخوالى ددې لامل گرځي چې ښځې نورو ناقانونه چارو ته لاس واچوي.

د ياد شوي کميسيون مرستيال احمد فهيم حکيم وويل تاوتريخوالى ددې لامل شوی چې ښځې له کورونو وتښتي، يا ځانونه وسوځي: ((په زندانونو کې د ښځينه زندانيانو لويه برخه يانې تر پېنځوس په سلو کې زياتې يوازې په دې خاطر بنديانې دي چې د اخلاقي جرمونو تور ورپورې دی .

ددغسې تاوتريخوالي دوام ددې لامل کېږي چې ښځې له کورنو څخه وتښي او د ځان سوځولو او ځانوژلو پېښې ډېرې شي . له بده مرغه موږ او تاسې د ځان سوځولو د ډېرو سختو صحنو شاهدان و او په دغې برخه کې مو ډېرې ټکان ورکوونکې کيسې اورېدلې دي . له دغې ډلې څخه يوه قرباني بي بي عايشه وه ، دا کېدای شي نيکمرغه به وه چې په نړيوالو رسنيو کې يې کيسه خپره شوه چې پوزه او غوږونه يې ورغوڅ کړای شوي ول .))

د راپور په پاى کې له افغان حکومت، په ځانگړي ډول له سترې محکمې، لويې څارنوالۍ او حج او اوقافو وزارت څخه غوښتنه شوې، چې د ښځو پر وړواندې د نه تاوتريخوالي قانون پلى کړي او په دې برخه کې د ولس د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي قانون تېر کال توشيح شو خو راپور ښيي چې دغه قانون تر ډېره نه پلى کېږي.

په دغې برخه کې ويل کېږي چې ځينې خلک له قانونه خبر نه دي او ځينې يې بيا پام وړ نه بولي.

راپور وايي چې د جوماتونو ملايان او قامي مشران هم کولاى شي چې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د کچې د ټيټولو په برخه کې مرسته و کړي.