عشق اباد: د غازو نلليکې تړون لاسليکېدونکی دی

ترکمنستان غاز
Image caption ترکمنستان د غازو د زېرمو شتمنۍ له پلوه په نړۍ کې څلورم لوى هېواد دى.

ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ولسمشران نن (شنبه) په ترکمن پلازمېنه عشق اباد کې د غازو د يوې نلليکې د پروژې تړون لاسليکوي.

دا نلليکه به د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته غځېږي. په ننيو (شنبې ورځې) مراسمو کې د هند د کابينې يو غړى هم برخه وال دى.

پر دې پروژې له تېرو پنځلسو کلونو خبرې روانې دي خو امنيتي ستونزو ته لا هم د لوى خنډ په سترگه کتل کېږي.

هيله دا ده چې د نژدې اته ميليارډ ډالرو دا پروژه په څو راتلونکو کلونو کې بشپړه شي. دغه نلليکه چې د ترکمنستان له دولت اباد زېرمو به غځېږي، اولس سوه کيلومتره به اوږده وي او د هند او پاکستان انرژۍ-تږى بازار به خړوبوي.

د دغې هيلې د ترسره کېدا لپاره په افغانستان او د پاکستان په ځينو سيمو کې د امنيت ټينگېدا مهمه ده.

ويل کېږي ښايي د همدغو ستونزو له کبله په افغانستان کې د نلليکې ډېره برخه تر مځکې لاندې پټه شي، دا کار به ډېر لگښت وغواړي خو که د نلليکې د خوندي کېدا ضمانت وشي پانگوال يې ښايي وزغمي.

ترکمنستان د غازو د زېرمو له پلوه په نړۍ کې څلورم لوى هېواد دى. د دوى غاز تر ډېره روسيې او چين ته صادرېږي.

خو د افغانستان له لارې تر هنده د غازو د لېږدونې پروژې ته ترکمن سياستوال له تېرې يوې نيمې لسيزې سترگې په لاره دي.

Image caption ويل کېږي ښايي د امنيتي ستونزو له کبله په افغانستان کې د نلليکې ډېره برخه تر مځکې لاندې پټه شي

اوس د متحدو ايالاتو له خوا د دې پروژې د ملاتړ غږ پورته شوى دى.

تېره مياشت د سويلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سوزن ايليت په عشق اباد کې يوۀ کانفرانس ته وويل چې دا نلليکه به په افغانستان کې خلکو ته د کار موقع پيدا کړي.

پخوانيو اټکلونو ښوول چې د دغې نلليکې پر جوړېدا تر دريو ميليارډو ډالرو ډېرې پيسې لگېږي، خو اوس دغه کچه ښايي يو پر درې ډېره وي. د اسيا پرمختيايي بانک د پروژې مالي ملاتړ ته زړۀ ښه کړى دى.

په پروژه کې ښکېلو څلور سره هېوادونو په تېر سپتمبر کې د تړون پر کاري چوکاټ سلا وکړه.

نن ( شنبه د دسمبر ١١ ) به په عشق اباد کې ولسمشران پر همدې موضوع نورې خبرې کوي او پر دې به هم سره جوړېږي چې څومره غاز دې وپلورل شي او لگښت به يې څومره وي.

هند و پاکستان هيله ښوولې چې له ترکمنستان څخه د کال اويا ميليارده مکعب متره غاز وپېري.