نادري: حکومت د بشري حقونو په برخه کې ډېر څه نه کوي

بشري حقونه
Image caption د بشري حقونو کمېسيون وايي په دې وروستيو کلونو کې په دغه هېواد کې نه يوازې د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ نه دی شوی، بلکې ستونزې لا ډېرې شوې دي.

د افغانستان د بشري د حقونو خپلواک کمېسيون ويلي د حکومت نه پاملرنه،او نا امنۍ په دغه هېواد کې د بشري د حقونو د خونديتوب په مخ کې تر ټولو لوی خنډونه دي.

د بشري حقونو له نړيوالې ورځې سره همهاله د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون،ددغه هېواد حکومت تورن کړ چې بشري حقونو اړين پام کوي. دوی وايي له عدلي او قضايي تعقيب څخه د معافيت کلتور له بشري حقونو څخه سرغړونو ته لاره هواره کړې

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون وايي د تېر يوه کال په ترڅ کې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره پاموړ څه نه دي شوي، بلکې هغه پرمختگ هم په ڼپه ولاړ ښکاري چې په تېرو کلونو کې تر سترګو کېده.

ياد شوي کمېسيون افغان حکومت پر دې تورن کړ چې ګنې د بشري حقونو د خونديتوب په برخه کې ډېر څه نه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يوه کمشنر نادر نادري وويل د قانوني کړنلارو نه پلي کېدل،او دا چې له تورنو کسانو سره جدي چلند نه کېږي ، ددې لامل شوي چې بشري حقونه تر پښو لاندې شي.

ښاغلي نادري تور ولگاوه چې ګنې افغان حکومت د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې اړينه سياسي اراده نه لري.

خو حکومت دا تور نه مني چې ګنې د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې ډېر څه نه کوي.

د ارګ يوه وياند حامد علمي بي بي سي ته وويل دوى د بشري حقونو ټولو نړيوالو قوانينو او تړونونو ته ژمن دي.

د بشري حقونو کمېسيون خبر دارى ورکوي که له وسلوالو مخالفينو سره د حکومت خبرې د عدالت،روڼاوي،او ولسي گډون پر بنسټ نه وي ولاړې،کېداى شي په دې ترڅ بشري حقونه له گواښ سره مخامخ شي.

ښاغلي نادري وويل رسنۍ او مدني ټولنې بايد عامه پوهاوى لوړ کړي او خلکو ته وښيي چې د بشري حقونو خبره د اسلام سپېڅلي دين هغه مهال کړې چې د بشري حقونو اوسني تړونونه نه ول.

همدا راز ښاغلي نادري وويل چې عام ولس هم بايد د بشر په حقونو وپوهېږي او په دې برخه کې د حکومت او مدني ټولنو څار وکړي.

افغانستان تر دې مهاله د بشري حقونو شپږ کنوانسيونونه لاسليک کړي او ځان يې پلي کولو ته ژمن بولي، خو داسې ښکاري چې په جنگ ځپلي افغانستان کې نا امنۍ او نور لاملونه لامل کېږي چې د بشر حقونو ته اړين پام ونه شي.

افغان حکومت په دې برخه کې ځينې گامونه اخستي چې وروستى هغه يې په عدليې وزارت کې د بشر د حقونو د څانگې پرانستل وو.

خو داسې ښکاري چې افغانستان اوس هم يو له هغو هېوادونو دى چې د بشر حقونه په کې ډېر تر پښو لاندې کېږي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت هم په خپل يوه وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشر د حقونو حالت د اندېښنې وړ بللی دى.