د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لویې څارنوالۍ غوښتنه رد کړه

فضل احمد معنوي
Image caption ښاغلي معنوي د لويې څارنوالۍ غوښتنه له غرضه ډکه وبلله او داسې ادعا يې وکړه چې ګواکې د غو څرګندونو شاته ځينې سياسي، حکومتي او ناحکومتي کړۍ شتون لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون د لويې څارنوالۍ تر دې غوښتنې وروسته چې ټاکنې دې لغوه اعلان شي، يو ځل بيا خپله پخوانۍ خبره را دبره کړې چې گواکې هيڅ بنسټ د ټاکنو د باطلولو حق نه لري.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسیون مشر فضل احمد معنوي ددغه هېواد د لويې څارنوالۍ هغه وروستۍ څرګندونې خندوونکې وبللې چې له سترې محکمې يې د تېرو ټاکنو باطلول غوښتي وو.

ښاغلي معنوي د لويې څارنوالۍ غوښتنه له غرضه ډکه وبلله او داسې ادعا يې وکړه چې ګواکې د غو څرګندونو شاته ځينې سياسي، حکومتي او ناحکومتي کړۍ شتون لري.

ښاغلي معنوي نېغ په نېغه د چا نوم وانخيست، خو و يې ويل چې ددغه راز کسانو کړنې به افغانستان له يوۀ کړکېچ سره مخامخ کړي:

''که کومه سرچينه غواړي چې قانوني بحث وکړي حقوقي بحث وکړي د ټاکنو خپلواک کميسیون چمتو دى، خو که مساله له قانوني بحثه مخکې لاړه شي، او د زور پر خبرو تکيه وکړي.

زه فکر کوم که داسې کېږي د ټاکنو خپلواک کميسیون بېلوونکى نه دى، په داسې کولو سره چې څوک له زوره کار اخلي په ريښتيا سره به په هېواد کې د کړکېچ راټوکوونکي وي، موږ يوازې قانوني غوښتنې پوره کړي دي.

که ځينې خلک خپل غرضونه تپي بايد وپوهېږي چې د ټاکنو د کميسیون چوتيا د ډار له کبله نه وه، خو موږ ونه غوښتل چې خبره جنجالونو ته ورسېږي له بده مرغه زموږ په هېواد کې جنجالونه هسې هم لږ نه دي.''

تېره ورځ د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو په اړه يې خپله دوسيه بشپړه کړې او پر بنسټ يې له سترې محکمې غواړي چې د ولسي جرگې تېرې ټاکنې باطلې وگرځوي، سربېره پر دې يې غوښتنه کړې وه چې محکمه بايد ټاکنيز ټگان برگان هم په سزا ورسوي.

خو ښاغلى معنوي وايي د ټاکنو د خپلواک کميسیون له خوا د ټاکنو د پايلو د اعلانولو پرېکړه وروستۍ وه او بل بنسټ په کې د لاسوهنې حق نه لري:

''يو ځل بيا ټينگار کوم چې د ټاکنو له خپلواک کميسیون او د ټاکنيزو شکايتونو له کميسون پرته بله هېڅ سرچينه د ټاکنيزو موضوعاتو، د ارزونې، څار او پلټلو حق نه لري، د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته ولسي جرگه په رسمي ډول جوړه شوې ده، اوس د ټاکنيزو کميسیونونو په گډون په افغانستان کې هېڅ سرچينه د ولسي جرگې د ټاکنو د پايلو د باطلولو حق نه لري.''

په تېرو ټاکنو کې د پراخو درغيلو ادعاوې ددې لامل شوې چې وروستۍ پايلې تر ټاکل شوي وخت وروسته اعلان شي.

ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې د ټاکنو د پايلو هرکلي وکړ خو په دغه هېواد کې ځينې سياسي کړۍ په دې اړه خوښې نه دي.

نا انډوله قامي جوړښت هغه څه دى چې د وروستيو پايلو مخالفان يې ډېر کړي دي.

ورته مطالب