هرات کې د وسپنې ویلې کولو دویمه فابریکه جوړه شوه

هرات
Image caption په هرات کي چارواکي دا هم وايي چي دوی د بهرنيو او کورنيو پانګه والو لپاره اوس په دې ولايت کې زمينه برابره کړي .

د اوسپنې د ويلې کولو دویمې فابريکې'کابل فولاد' د بنسټ ډبره د هرات په صنعتي ښارګوټي کې اېښودل شوې ده.

دا فابريکه په ٣٠ جرېبه ځمکه کې جوړيږي او اوس يوشمېر کارکوونکي پکې د بنسټونو په جوړولو بوخت دي.

د دې فابريکې چارواکي وايي تراوسه يې په دې برخه کې اته میليونه ډالره پانګونه کړې او ښايي تر راتلونکو څلورو مياشتو پوېي ګټه اخيستنې ته وړاندې شي.

عکسونه وګورﺉ

د دې کارځای ریيس عصمت الله وردګ وايي د دې فابريکې د توليد کچه به په ورځ کې ۲۰۰ ټنه ته رسېږي:

''زموږ د توليد ظرفيت به په ورځ کې ۲۰۰ ټنه وي موږ به هر اندازه ګول سيخ، پروفيل، انګلارن، ګاډر او داسې نور توکي وي چې په افغانستان کې کارول کېږي.''

په افغانستان کې سره له دې چې هره ورځ په سلګونه ټنه وسپنې د کباړ په توګه د دې ډول فابريکو خام توکي ګرځي په دښتو او د غرونو په لمنو کې بې شمېره داسې اوسپنيزه وسايط او ټانګونه هم پراته دي چې د جګړو پر مهال ويجاړ شوي دي.

د کابل فولاد فابريکې مشر عصمت الله وردګ وايي دوی به يو اندازه وسپنه له بهر نه راوردوي، خو ډېری خام توکي به يې په افغانستان کې شته کباړ شوې وسپنې جوړوي.

ويل کيږي په دې فابريکه کې به شاوخوا ٣٠ بهرني او ٣٠٠ کورني کارکوونکي په کار وګمارل شي.

د هرات د سوداګريزه خونو رياست د صادراتو کانونو او صنايعو د څانګې مرستيال توريالي غوثي د ورته فابريکو جوړول يو مهم اقتصادي پرمختګ بولي:

''دا ډول فابريکې زيات شمېر کارکوونکو ته اړتيا لري د کار زمينه به د يوشمېر کسانو لپاره برابره شي او بله دا چې موږ به د ساختماني چارو لپاره دې ته اړ نه يو چې د ګاونډیو هېوادونو وسپنيزه توکي را وارد کړو.''

ښاغلی غوثي دارازا وايي چې افغانستان د اوسپنې شتمن کانونه هم لري او که د دې کانونو د رابرسېره کولو کار پيل شي د ورته نورو فابريکو د جوړېدو زمينه به هم برابره شي.

په هرات کي چارواکي دا هم وايي چي دوی د بهرنيو او کورنيو پانګه والو لپاره اوس په دې ولايت کې زمينه برابره کړي .

د هرات والي ډاکتر محمد داود صبا:

'' نن د دې زمينه برابره شوې چې دلته نړيوالې پانګې هم جذب کړو موږ دوې اوونۍ وړاندې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ملکيت مساله هم هواره کړي او اوس هرڅوک چې وغواړي دلته پانګونه کولی شي د ملکيت اسناد به ترلاسه کړي.''

اوس ډيری افغان سوداګر وايي چې د صنعتي فعاليتونو د پراختيا لپاره شرايط تر پخوا ښه شوي امنيتي اندېښنې نه لري او تمه کېږي چې لا نورې اسانتياوې هم ورپه برخه شي.

ورته مطالب