هلمند: د سړک غاړې چاودنې '۱۵ولسي وګړي' ووژل

چاودنه
Image caption د هلمند چارواکي وايي وژل شوي کسان له خانشين څخه یوه نژدې بازار ته روان ول، چې ګاډی یې پر ماین وربرابر شو.

د هلمند چارواکي وايي د تېرې جمعې پر ورځ ناوخته د یوه شلخي ماین په چاودنه کې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه کسان چې په یوه ګاډي کې سپاره ول، چې ګاډی یې په خانشین ولسوالۍ کې د سړک غاړې پر یوه ماین وربرابر شو.

د هلمند د والي ویاند د دې چاودنې پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

رپوټونه وايي چې په وژل شوو کې ماشومان هم شته.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي ويلي دغه کلیوال له خانشين ولسوالۍ نه یوه نژدې بازار ته روان ول.

نوموړی زیاتوي چې په چاودنه کې څلور نور کسان سخت ټپيان شوي دي.

د ناټو بمبار

د پکتیا چارواکو ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت مرکز ګردېز سیدانو په سیمه کې ایتلافي ځواکونو د سړک جوړونې د یوه شرکت

پر ساتونکو برید کړی، چې لږترلږه اووه کسان یې وژلي دي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالرحمن منګل بي بي سي ته وویل دغو کسانو د ګردېز – روحاني صاحب پر اته کیلومتره غځېدلي سړک کار کاوه او په سیدانو سیمه کې یې خپل ګاډي او توکي ځای پر ځای کړی ول.

ښاغلي منګل دا هم وویل چې د د 'آفېس' په نامه د دغه سړک جوړونې د شرکت د توکو د ساتلو ځای یوې پوستې ته څېرمه و، چې تېره شپه شاوخوا درې بجي ایتلافي ځواکونو بمبار پرې وکړ.

رپوټونه وايي، چې تر برید وروسته برید کوونکې چورلکې ورته ناستې دي او دغه ساتونکي یې په ډزو هم ویشتليدي.

Image caption پکتیاوال وايي ټول اووه واړه وژل شوي عام وګړي دي.

د پکتیا مرستیال والي وايي د برید په اړه له دوی سره هېڅ راز اړیکه نه وه نیول شوې، خو اوس یې په اړه پلټنې پيل کړې او سیمې ته یې یو پلاوی لېږلی دی.

په سویل ختيځ کې د بي بي سي ځايي خبریال وايي په برید کې ټول وژل شوي ملکي روغتون ته وړل شوي، او هلته اوس د لاریون خبرې هم کېږي، خو لاتراوسه نه دی پیل شوی.

په سویل ختيځ کې د ناټو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته دغه برید تایید کړی، خو وايي دوی هغه کسان په نښه کړي، چې څو ورځې وړاندې یې د ګردېز پر قل اردو په برید کې لاس درلود.

ناټو وايي له هوا یې برید نه دی پرې کړی، بلکې دا برید د ځمکې له لارې له افغان ځواکونو سره په ګډه ورباندې شوی دی.

د سیمې خلک وايي ټول وژل شوي عام وګړي ول، چې د ګردېز- روحاني صاحب دغه اته کیلومتره غځېدلی سړک یې ساته.

دغه سړک د 'آفېس' په نامه د یوه افغاني ودانیز 'ساختماني' شرکت لخوا جوړېده، چې لګښت یې د پکتیا د فواید عامې ریاست پرغاړه و.

له بلې خوا د شمالي ولايت کندوز چارواکي وايي دغلته په يوه ځانمرګي بريد کې د ملي پوځ څلور سرتېري ټپيان شوي دي، خو ولسي خلک بيا د پنځو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبره هم کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته مطالب