په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: د اداري فساد د بېلابېلو ډولونو مخنيوى څرنګه شونى دى؟

په اداري فساد په نړيواله کچه د بل هر څه نه زيات د خلکو په منځ کې خبرې کيږي.

د بي بي سي ديوې سروې ترمخه چې ٢٦ هېوادو کې ١٣٠٠٠ کسانو سره په کې خبرې شوي هغوي څخه ٢١ فيصدو ېې منلې چې په اداري فساد او حرص ېې تيرې يوې مياشتې کې خپلو ملگرواو خپلوانو سره خبرې کړې دي.

دې بحث ان د ډيرې خوارۍ ، بې روزگارۍ او د خوړو لوړېدونکو بيو نه هم نمبر وړى دى.

افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دى چې اداري فساد په کې يوه لويه ستونزه ده.

ستاسې غږ کې په ادارې فساد او د هغې په پتو بڼو لکه ډالېو، مېلمستياوو، د مسؤوليتونو ويشلو کې د خپلوۍ پالنې اونورو وغږيدو.

دغه راز دې ته کتنه وشوه چې په ټولنې د دې منفي اغيز څه دى، مخنيوي لپاره ېې څه پکار دي او ايا شونې ده چې مخه ېې ونيول شي.

په دې پروگرام کې په افغانستان کې د اداري فساد ضد د مبارزې د عالي ادارې د تعقيب او څيړنو ريس، غلام دستگير هدايت د کابل له سټوډيو څخه ستاسې پوښتنې ځواب کړې.