په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کندهار کې د کوکنارو تر کښت 'زعفران ښه ګټه لري'

Image caption دکندهار د دامان ولسوالۍ چارواکي هم وايي د خپل ښه کيفيت له مخې د کندهار د يوه کيلو زعفران بيه تر پنځو زرو ډالرو پورې رسېږي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ يو شمېر کروندګر وايي د زعفران کښت د کوکنارو په پرتله 'ښه حاصل' ورکوي.

دغه بوټی مخکې په هرات کې ازمويل شوی او کرل شوی، چې هلته يې هم ښه ګټه لرله. اوس يوې مرستندويه ټولنې زعفران د کندهار په څو ولسواليو کې پر كروندګرو وېشل شوی، او کر او پالنې روزنه يې هم ورکړې ده.

دکندهار د دامان ولسوالۍ چارواکي هم وايي د خپل ښه کيفيت له مخې د کندهار د يوه کيلو زعفران بيه تر پنځو زرو ډالرو پورې رسېږي.

د افغانستان په سوېل کې پروت کندهار له څو کلنو راهيسې، نه يوازې د جګړې اور سوځاوه، بلکې د نشه يي توکو د کرلو نوم هم ورپورې تړلى او په دې نامه يې په نړيوالو او کورنيو رسنيو کې د سرځاى موندلى و، خو اوس ددې سيمې د څو ولسواليو کروندګرو د نشه يي توکو د کرلو پرځاى د زعفرانو کرکېلې ته مخه کړې ده.

د کندهار د دامان ولسوالۍ شاوخوا ۱۰۰ کروندګر زعفران د کوکنارو د کښت ښه بدیل بولي او هیلمن دي چې له دې پلوه به یې افتصادي وضعیت ښه شي.

د دامان ولسوال سراج احمد هم ورته خبره کوي او وایي چې دغه چارې یې د یوې مرستندويې ټولنې لخوا پیل کړي چې تر ۱۰۰ ډېرو کروندګرو ته یې د زعفران تخم وېشلی دی.

هغو بزګرانو چې په خپلو ځمكو كې يې د لومړي ځل لپاره د كوكنار پر ځاى زعفران كرلي، خوښي څرګندوي او وایي چې د زعفران خواري د کوکنارو په پرتله ډېر لږ خو ګټه یې خورا ډېر ده.

د دامان ولسوال ښاغلی سراج احمد وایي چې دامان د کندهار له هغو ولسوالیو ده چې پکې د کوکنارو کښت له درو کلونو راپدېخوا صفر شوی او دامهال کروندګرو د زعفران کرلو ته مخه کړې.

د هغه په وینا د کندهار زعفران د خپل ښه کیفیت له مخې په نړیوال بازار کې لوړه بیه لرلې چې د یوه ګرام بیه ان تر ۵ ډالرو پورې رسېږي.