'له قانوني پلوه ولسمشر د ټاکنو د باطلولو حق نه لري'

وحید عمر
Image caption ښاغلي عمر د ټاکنو په تړاو د لويې څارنوالۍ او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ترمنځ راټوکېدلو ناندریو په اړه وویل، په دیموکراتیکو ټولنو کې دا یو معمولي بهیر دي او تینګار یې وکړ چې رامنځ ته شوی وضعیت باید کړکېچن توصیف نه کړل شي

افغان حکومت وايي چې له قانوني پلوه ولسمشر د ټاکنو د باطلولو او يا د هغو د بې باوره کولو حق نه لري.

د حکومتي چارواکو وينا ده چې قانون ولسمشر ته يوازې دومره واک ورکړى چې د نوې ملي شورا پرانيستونکې غونډه پرانيزي.

د ولسمشر ویاند وحيد عمر وايي چې افغان ولسمشر د هغه واکه کار اخلي چې قانون ورته سپارلى دى، د هغه په خبره چې قانون ولسمشر ته د ملي شورا د پرانيستلو واک ورکړى چې په باور يې ولسمشر به دغه چاره ترسره کړي:

''تر هغه ځایه چې د ټاکنو د باطلولو خبره ده د افغانستان ولسمشر دا واک نه لري چې ټاکنې باطلې اعلان کړي. ولسمشر به یوازې د هغو واکونو په چوکاټ کې چې اساسي قانون ورکړي دي، عمل وکړي.

هغه اعلامیه چې موږ د پارلماني ټاکنو وروسته خپره کړه یوازې دا ټکۍ په کې په ډاګه و چې ولسمشر به د خپلو قانوني واکونو پر بنسټ عمل وکړي. د قانون له مخې ولسمشر د پارلمان د پرانیستلو واک لري.''

ښاغلى عمر وايي کله چې د ولسي جرگې دارالانشاء د ملي شورا پرانیست غونډه جوړه کړي، نو ولسمشر کرزي به یې پرانیزي.

د ولسمشر کرزي ویاند زیاتوي چې په قانون کې دا مساله په ډاګه شوې نه ده چې ولسمشر دې هرو مرو د ټاکنو پایلې تایید کړي.

ښاغلي عمر د ټاکنو په تړاو د لويې څارنوالۍ او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ترمنځ راټوکېدلو ناندریو په اړه وویل، په دیموکراتیکو ټولنو کې دا یو معمولي بهیر دي او تینګار یې وکړ چې رامنځ ته شوی وضعیت باید کړکېچن توصیف نه کړل شي:

''د افغانستان د ټاکنو په اړه اوسنی وضعیت په یوه دموکراتیکه ټولنه کې د دموکراتیکو بنسټونو ترمنځ یو معمولي چلند دی او په هېڅ توګه باید کړکېچ زیږوونکی ونه بلل شي.

دیموکراتیک بنسټونه شته چې د قانون پر بنسټ خپل واکونه عملي کوي. دغه بنسټونه د ځینو موضوعاتو په اړه په خپلو کې ډیر یوه خوله نه دي، خو په افغانستان او ټولو قانوني بنسټونو کې قانوني تضمین شته چې په قانوني ډول دغه ستونزې هوارې شي.''

په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې اعلان شوې او په دغو ټاکنو کې یې د درغلیو په اړه د سیاسي کړیو ترمنځ تاوده بحثونه راپورته کړل.

د افغانستان لویې څارنوالی په دې وروستیو کې د ټاکنو او همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر وړاندې ځینې اسناد او دوسې اړونده محکمې ته سپارلې او غوښتنه یې کړې چې د ټاکنو وروستۍ پایلې دې باطلې اعلان شي او په خبره یې د درغلیو عاملینو ته سزا ورکړل شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنو بهیر یې په بشپړه توګه له قانون سره سم ترسره کړی او په خبره یې هېڅ اداره نشي کولی د ټاکنو وروستۍ اعلان شوې پایلې باطلې اعلان کړي.

ورته مطالب