د هالبروګ پر مړینه د افغان حکومت خفګان

د بي بي سي سره د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر مرکه

د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نړۍ یو شمیر مشرانو د ښاغلي هالبروګ پر مړینه ژور خفګان ښودلی دی. د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر وايي چې د هالبروگ مړنې په افغانستان او پاکستان کې ددې هڅې نيمکړي پاتې کړې.

د ولسمشر ویاند وحید عمر په دې اړه وويل چې "نن سهار کله چې ولسمشر واوریدل چې استازی ریچرد هولبروک مړ شوی، ډېر خواشینی شو. په هغه ویناپاڼه کې چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوه ولسمشر ریچرډ هولبروک د تجربې خاوند او یو پخوانی ډیپلمات بللی دی چې د امریکا حکومت او خلکو ته یې غوره خدمتونه ترسره کړي".

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .