بارک اوباما د افغانستان د ستراتیژي ارزونه کوي

د ولسمشر اوباما اداره دافغانستان او پا کستان په تړاوو د امريکا د تگلارې د پايلو د په ډاگه کيدو په درشل کې ده .

دغه ستراتيژي يو کال وړاندې افغانستان ته د نورو ديرش زره سر تيرو د ليږلو د اعلان پر مهال په ډاگه شوه.

ولسمشر اوباما به پنجشنبې ورځې په وروستیو کې د ستراتیژۍ د ارزونې په اړه خبرې وکړي، خو مهمې او کلیدي خبرې یې روښانه شوي دي.

او ویل شوي چې د ایتلافي ځواکونو ډېرېدا مثبتې اغېزې کړې دي، چې د افغانستان په ډیری برخو کې یې د طالبانو خوځښتونه په ټپه درولي دي.

خو د دغه حالت د ماتېدو او شاته تګ خبر داری هم ورکول شوی دی.

دا ادعا هم شوې چې د القاعدې مشران د طالبانو حکومت له راپرځېدو راهیسې د بل هر وخت په پرتله کمزوري شوي او تر سخت فشار لاندې دي.

خو القاعده لا هم دا توان لري چې د امریکا او د هغو د ملګرو پر ضد ستر بریدونه وکړي.

ناټو پلان لري چې په افغانستان کې امنیتي چارې تر ۲۰۱۴ کاله پورې افغان ځواکونو ته وسپاري.

سپنې ماڼۍ د دغې ارزونې لنډیز په پنځو پاڼو کې خپور کړی دی چې په پاکستان او افغانستان کې د بارک اوباما د حکومت د جګړې ستراتیژي پکې روښانه شوې ده.

امریکا به په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په راکمولو پیل وکړي او تمه ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې خپل پوځي رول پای ته ورسوي.