په څرخي پله زندان کې يوه بندي ځان غرغره کړ

بنديان
Image caption دا په يوه مياشت کې د خپل ډول دويمه پېښه ده چې په زندان کې يو بندي خپل ځان غرغره کوي.

دا دويم بندي دی چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې د څرخي پله په زندان کې ځان غرغره کوي.

له څرخي پله زندانه يو شمېر بنديانو بي بي سي ته په خبرو کې ويلي دغو دواړو بنديانو چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې يې ځانونه غرغره کړي ، له شلو تر دېرشو کلونو عمر درلود.

د افغانستان د عدليې وزارت د زندانو مشر جنرال امير محمد جمشد بي بي سي ته وويل دغو کسانو اروايي ناروغۍ لرلې او د محکمې له لوري په مرګ محکوم شوي ول.

که څه هم ځينې بنديان ادعا کوي چې دغو دواړو کسانو په زندان کې د چارواکو د ناسم چلند، د ژوند د ناوړه شرايطو او پر وخت باندې د خپلو دوسيو د نه فيصله کېدو له امله ځان وژنه کړې، خو ښاغلی جمشيد دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.

د افغانستان په زندانونو کې له بنديانو سره ناسم چلند، د هغوی د ژوندانه لپاره د لازمو اسانتياوو نشتوالی او ترڅنګ يې پر وخت د بنديانو د دوسيو نه خلاصېدل هغه ستونزې دي چې له اړخه يې په وار وار پر افغان حکومت نيوکې شوې دي .

د بشري حقونو د څار ډلو هم په دې اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړي دي.

تر دې وړاندې د څرخي پله په زندان کې ساتل کېدونکو بنديانو په بيا بيا په زندان کې د ژوندانه د خرابو شرايطو په مخالفت کې اعتصابونه کړي دي او دغلته له اعتصابونو او احتجاجونو سره تړلو د اخ و ډب په يو شمېر پېښو کې ځينې بنديان وژل شوي هم دي.زس