ژوره کتنه: افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت

د نړيوالو ځواکونو د وتلو پر ستراتيژۍ د کرزي او ناټو هوکړ

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مخکيني قومندان جنرال سټېنلي مکرېستل د خپل ماموریت پرمهال ټیک درې میاشتې د افغانستان د وضعیت پر پوهېدا تېرې کړې، چې بیا وروسته یې خپل درې مخه ریپوټ د واشنګټن ادارې ته وسپاره.

موخه دا وه چې په نړیوال ماموریت کې باید لومړی د خلکو ملاتړ په پام کې ونیول شي او بیا پر وسله والو فشار راوړل شي.

له دې سره د ستراتيژۍ له مخې بايد له سیمه ییزو مخالفو قومندانانو سره خبرې وشي او له القاعدې او هغو اورپکو، چې خبرو ته غاړه نه ږدي، جګړه ادامه ومومي.

نوموړي په جګړه کې بریا د ځواکونو پر ډېرېدا پورې تړلې وه.

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د تېر کال په دسمبر میاشت کې په افغانستان او سیمه کې د اورپکو او ترهګرۍ پرضد د خپلې تګلارې د اعلان پرمهال د جګړې د لومړۍ کرښې د قومندانانو غوښتنه ومنله او هغه یې تایید کړه.

تر پولې هاخوا (پاکستان) د اورپکو پرضد د بې پیلوټه څارګرو الوتکو پر بریدونو هم ټينګار وشو.

امریکا ژمنه کړې وه چې د روان کال( ٢٠١٠) تر پایه به افغانستان ته په تدریجي توګه ۳۰ زره نور سرتېري استوي، چې په دې لړ کې یې د افغانستان سوېلي جګړه ییزو سیمو ته ټانکونه هم رسولي دي.

د ناټو غړو هېوادونو له دغو ۹۷۰۰ پوځيانو څخه په سلو کې ۷۷ برخې عملي کړې، خو د ماموریت پرمهال د اروزګان له ترینکوټ څخه ۱۹۵۰ هالنډي سرتېري بېرته خپل هېواد ته وغوښتل شول.

په دې لړ کې افغان ملي پولیس او ملي اردو د امنيتي چارو د ترلاسه کولو په برخه کې تر یوه بریده غښتلي او پروګرامونه ورته جوړ شول.

له دغو تازه دمو پوځیانو دا تمه کېده، چې له اورپکو سره د جګړې لپاره به یو نوی تګلوری غوره کړي، دغه ځواکونه په څو پړاوونو کې درېیو سیمو ته ولېږل شول.

لومړی د هلمند مرکز، سنګين او مارجې ولسوالۍ ته له طالبانو سره د مبارزې لپاره واستول شول.

دوی د برتانوي سرتېرو ترڅنګ په هلمند کې ځاى پر ځاى شول.

د امریکايي او برتانوي پوځيانو یوه نوې ګډه پوځي قومنداني یې جوړه کړه او د دوو هېوادونو پوځيان د کندهار او هلمند ترمنځ سیمو کې دېره شول، چې له دې سره په هلمند کې د برتانوي ځواکونو انحصاري ماموریت پای ته ورسېد.

اصلي موخه دا وه چې اورپکي د ولسوالیو له مرکزونو پسې واخلي او جګړې ته سیمه ییزه بڼه ورکړي.

دوی ته دا دنده هم سپارل شوې چې له اورپکو پاکې شوې سیمې ټينګې او د اوږدمهال لپاره پکې ځى پر ځاى شي او له پولیسو او ملي اردو سره په دغو ولایتونو کې د امنیت د ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي.

Image caption امریکا د افغانستان له ۳۶۵ ولسوالیو څخه ۳۴ ډېرې خطرناکې ګڼلي

په هلمند کې د ملي پولیسو او ملي اردو شمېر زیات شو او د قول اردو تر کچې پورې یې ارتقا وکړه، او ځینې ولسوالۍ تصفیه شوې.

په دویم پړاو کې امریکايي سرتېري کندهار ته واستول شول، او هلته د تدريجي، خو پرله پسې عملیاتو په تمه ول چې طالبان له ګڼ مېشتو سیمو او د ښار له شاوخوا څخه پسې واخلي.

درې میاشتې وړاندې په کندهار کې نژدې هره ورځ بریدونه کېدل او طالبانو د ښار د ننه هم بریدونه کول.

په درېیم پړاو کې بیا پکتیکا ته پام واوښت، او هلته یې د حقاني ډلې د اړوندو اورپکو د ځپلو او د پکتیکا مرکز ښرنې شاوخوا د وسله والو د ماتولو په چاره کې د افغانستان له ملي پوځ سره همکاري اعلان شوه.

د کار اغېز

د جنګي ځواکونو ماموریت په سوېل لوېديځ کې د عملیاتو پر زياتولو ټينګار کوي، د تېرو شپږو میاشتو پرمهال په سوېل لوېديځو سیمو کې د عملیاتو کچه د تېر کال په پرتله ۱۸ ځلې زیاته شوې ده، چې په پایله کې ګڼ اورپکي وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

Image caption په ۲۰۱۰ کال کې نژدې ۷۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي

داسې ادعا کېږي چې د وسله والو تر ۳۸۰ ډېر قومندانان او د سر کسان وژل شوي دي.

دغو عملیاتو د جنګي تاکتیک بڼه بدله کړې چې په نتیجه کې یې د کندهار او هلمند ولایتونو پر ځينو سیمو يې د وسله والو طالبانو واکمني پای ته رسولې ده.

بل خوا د پلازمېنې په شاوخوا ولایتونو کې یې د حقاني ډلې جنګي وړتیا هم کمزورې کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، لاهم د هېواد اته ولسوالۍ د دولت له کنټروله وتلې دي، چې د دې خبرې دوې ماناوې کېدای شي، یو دا چې هلته اورپکي شته او یا دا چې پر دغو سیمو څوک کنټرول نه لري.

ننګونې

طالبان له رواني پلوه پر امنيتي وضعیت واکمن دي، همدارنګه دوی د کلیوالو په ترهولو، د سړک غاړې د ماینونو په ښخولو او ځانوژونکو بریدونو کې لوی لاس لري.

تر اوسه ملي اردو او ملي پولیس د خلکو د زړونو په خپلولو نه دي بریالي شوي.

د ستراتيژيکو څېړنو د مرکز په یوه نوې ارزونه کې چې د امریکا د دفاع وزارت پر ریپوټونو ترسره شوې، د افغانستان له ۳۶۵ ولسوالیو څخه یې ۳۴ ډېرې خطرناکې ګڼلې او ۶۰ پکې داسې بلل شوې، چې هلته ډېر کله امنیت خراب وي.

Image caption داسې ادعا کېږي چې په تيرو شپږو مياشتو کې د وسله والو تر ۳۸۰ ډېر قومندانان او د سر کسان وژل شوي دي

طالبان هم ادعا کوي چې ان په وینا یې د افغانستان تر نیمايي ډېرې سیمې یې په لاس کې دي.

د امریکا پوځي قومندانان او د افغانستان دولت تر زیات فشار لاندې هڅه کوي چې د ولسي وګړو د تلفاتو شمېره راټيټه کړي او ان صفر ته یې ورسوي.

د ستراتيژيکو څېړنو د مرکز د شمېرو په حواله، د روان ۲۰۱۰ کال د لومړیو شپږو مياشتو پرمهال په پوځي عملیاتو کې ۷۴ کسان وژل شوي چې د تېر ۲۰۰۹ کال د همدې مودې په پرتله دا شمېره ډېره لږه وه.

په ۲۰۱۰ کال کې نژدې ۷۰۰ بهرني پوځيان وژل شوي.

ناټو ځواکونه او ځايونه

په ۲۰۰۳ کال کې د پلازمېنې په ګډون د هېواد ګڼو سیمو ته پنځه زره سوله ساتي ځواکونه ولېږل شول.

د ۲۰۰۶ کال په مۍ میاشت کې بیا نژدې سل زره نړیوالو ځواکونو ته امر وشو چې د ناټو له خوا افغانستان ته واستول شي.

د ۶۵ زره کیلومترو مربع په پراختیا، د ناټو په مشرۍ په پنځو زونونو کې او د ۲۶ ولایتي بیارغونې ډلو په درلودلو سره دغو قومندانیو کې ماموریت ترسره کوي:

  • ٦١٥ پوځيان په مرکزي قومندانۍ کې
  • ٥٧٠ پوځیان په شمالي قومندانۍ کې
  • ٤٤٠٠ پوځيان په لوېديځه قومندانۍ کې
  • ٤٣٩٠٠ پوځيان په سوېلي قومندانۍ کې
  • ٢٣٩٥ پوځيان په ختيځ کې د سرتېري په قومندانۍ کې

دغه شمېرې بیا وروسته د پوځيانو په مرګ ژوبلې سره د پوځي ماموریت په سرته رسېدا سره بدل شو.

د وتلو پيل

سږ اوړی ( ٢٠١٠) ١٩٥٠ هالنډي سرتېري د افغانستان له مرکزي ولایت ارزوګان څخه ووتل او ټاکل شوې چې تر راتلونکي اوړي پورې به ۲۵۰۰ کاناډايي پوځيان هم بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

برتانیا هم سر له ۲۰۱۴ څخه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو هوډ لري، چې تر هغه وروسته به په افغانستان کې پوځي ماموریت نه لري.

امریکا په ۲۰۱۴ کال کې وروستۍ پرېکړه کوي چې په سیمه کې له القاعدې سره د جګړې په اړه باید څه وکړي

ورته مطالب