په کابل کې د کلاسیکې موسیقۍ د ساتلو کنسرټ

زرڅانګه
Image caption زرڅانګه:''زما پر کور چې سېلاب راغی، زه ډېره مجبوره وم، له موږ سره حکومت هېڅ هم ونه کړل، له یې خوا خوشاله یم او له بلې خوا ډېره خفه یم چې کور مې اوبو وړی، زه که پاکستان کې یم که افغانستان کې د خپلو پښتنو او سولې لپاره قربانۍ ته چمتو یم.''

پرون ماښام به کابل کې د سولې په موخه يو کنسرټ جوړ شوی و.

په دغه کنسرت کې د پښتو او دري ژبو نامتو ولسي سندرغاړو سندرې وويلې چې لسګونه بهرني او کورني مينه وال ورته راغلي ول.

د کنسرټ جوړوونکي وايي د دې کنسرټ د جوړولو موخه د کلاسيکې او ولسي موسيقۍ پياوړتيا او د سولې پيغام ورکول دی.

په کابل کي زمونږ همکار سيد انور دغه کنسرټ تهورغلی و او دغه راپور يي چمتو کړی دی.

که د افغانستان غږيزو رسنيو ته غوږ شو، او يا انځوريزې رسنۍ وکتل شي نو څرگنديږي چې سندرې او سندرغاړي ډير شوي دي.

خوله دې سره، سره د کلاسيکې موسيقۍ غږوونکي او اورېدونکي خوښ نه برېښي او وايي چې کلاسيکې او سیمه ییزې موسيقۍ ته دومره پام نه کيږي.

تېر ماښام (د دسمبر ۱۸مه) په کابل کې د فرانسې کولتوري مرکز او د 'خيال بنياد' دوه داسې سندرغاړي د کنسرټ لپاره رابللي ول، چې له ډېره وخته له افغاني دوديزه الاتو سره سندرې وايي.

په دوى کې يوه د پښتو خوږژبې سندرغاړې زرڅانگه ده چې خوږ غږ يې اوس هم له زړونو پورې ورې وځي.

که څه هم د پاکستان په سېلابونو که د هغې کور لاهو، شو خو په خپلو سندرو کې وايي چې له سېلاب څخه وېره نه لري:

''زما پر کور چې سېلاب راغی، زه ډېره مجبوره وم، له موږ سره حکومت هېڅ هم ونه کړل، له یې خوا خوشاله یم او له بلې خوا ډېره خفه یم چې کور مې اوبو وړی، زه که پاکستان کې یم که افغانستان کې د خپلو پښتنو او سولې لپاره قربانۍ ته چمتو یم.''

او بل سندرغاړی د پامير د غرونو 'درمحمد کشمي' وو چې خلکو کلونه کلونه د هغه په سندور کې د خپلو ارمانون رنګ لېدلی دی.

که څه هم دغه کنسرټ د سولې په موخه جوړ شوی و، خو څنګه چی ليدل کېدل، د افغانانو په پرتله بهرنيان پکی ډېر وو .

د 'خيال بنياد' او د فرانسې کلتوري مرکز وايي د دغه شان کنسرټونو په جوړولو غواړي چې د افغانستان کلاسيکې او محلي سندرې بيا را ژوندۍ او د غو سندرغاړو ته په ننۍ ټولنه کې ځای پيدا کړي .

ورته مطالب