'ایران ته په وړل شوو افغان ماشومانو جنسي تېري شوي'

افغان کډوال
Image caption فقر او بې روزګاري هغه عوامل دي چې افغان وګړي دې ته هڅوي چې ايران ته د کار د موندلو لپاره ولاړل شي.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون د هغو افغانانو د خونديتوب په هکله اندېښنه څرګنده کړې چي په ناقانونه توګه ګاونډي هېواد ايران ته اوړي.

دغه دفتر وايي ځوانان او د پاخه عمر خاوندان چي د قاچاق وړونکو په مرسته ايران ته ځي د درانه کار په بدل کې د کمو عوايدو د ترلاسه کولو سربېره کله، کله د ايراني مامورينو لخوا د تعقيبېدو پرمهال په ترافيکي پېښو کي د مرګ يا ټپي کېدو له ګواښونو سره مخامخ کېږي.

دغه دفتر وايي پر يوشمېر هغو ماشومانو چې د نورو لخوا ايران ته د تلو لپاره هڅول شوي جنسي تېري هم شوي.

هره ورځ يوشمېر افغانان هڅه کوي د هرات او يا نيمروز له لارې په ناقانونه توګه د کار د موندلو لپاره ايران ته ولاړ شي دا هغه څه دي چي يو ځل بيا يې په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون د سيمه ييز دفتر اندېښنې راپارولې.

د دغه دفتر مشر سيد عبدالقادر رحيمي وايي يوازې په تېرو شېږو مياشتو کې ۲۰۰ داسې ماشومان چې يا د کورنۍ په ټينګار ايران ته تللي او يا د نورو لخوا تېرايستل شوي له ايران نه بېرته راشړل شوي دي.

ښاغلي رحيمي هغو ستونزو ته اشاره کوي چې يوشمېر ماشومان په ايران کې ورسره مخامخ شوي:

Image caption ښاغلي رحيمي د نورو هغو ستونزو ته هم اشاره کوي چې په ايران کې په ځانګړې توګه افغان ځوانان او يا د پاخه عمر کسان ورسره مخامخ کېږي

''ماشومان هم له بده مرغه د کار د موندنې لپاره ايران ته وړل کېږي د موږ رپوټونه ښيي چې ځينې ماشومان هلته وهل کېږي او په ځينو ان جنسي تېري هم شوي کله چې دوی په ناقانونه توګه ايران ته اوړوي او د ايراني مامورينو لخوا تعقيبري قاچاقبر دوی پرېږدي او ماشومان د تېښتې په حال کې په ترافيکي پېښو کې ټپي او يا وژل کېږي.''

ښاغلي رحيمي د نورو هغو ستونزو ته هم اشاره کوي چې په ايران کې په ځانګړې توګه افغان ځوانان او يا د پاخه عمر کسان ورسره مخامخ کېږي:

''دغه کسان چې ايران ته د کار لپاره ځي له هر ډول رسمي تړون پرته کار کوي او کله چې ناڅاپه د ايراني مامورينو لخوا راشړل کيږي د دوی پيسې هم د کار له خاوند سره پاتې کېږي په پټه او په تور بازار کې کار کول بله ستونزه ده چې افغانان ورسره مخامخ دي.''

په هرات کې د ګډوالو د راستېندود چارور رياست هم د افغانانو لخوا په ايران کې د درونو کارونو ترسره کولو ته اشاره کوي او په ځانګړې توګه د زيان منونکو ماشومانو په هکله اندېښنه ښيي.

د هرات يوه اوسېدونکي چې پخوا خپله د قاچاق وړونکو په مرسته ايران ته د کار لپاره تللی د هغې ستونزي يادونه کوي چې خپله ورسره مخامخ شوی:

Image caption چارواکي وايي هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ تنه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ايران ته تللي له دغه هېواده راشړل کېږي چې پنځه په سلو کې يې ماشومان وي.

''زه خپله چې يو وار د قاچاقبر په مرسته ايران ته تللی وم قاچاق وړونکي ژمنه کړې وه چې تر تهرانه به مې رسوي، خو په زاهدان کې يې پرېښودم او خپله وتښتېد ښايي خپله به يې د خطر احساس کړی و قاچاق وړونکي کله چې د خطر احساس وکړي بيا د مسافر د ژوند نه هم تېريږي.''

چارواکي وايي هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ تنه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ايران ته تللي له دغه هېواده راشړل کېږي چې پنځه په سلو کې يې ماشومان وي.

فقر او بې روزګاري هغه عوامل دي چې افغان وګړي دې ته هڅوي چې ايران ته د کار د موندلو لپاره ولاړل شي.

ښايي دا ستونزه تر هغو چې د افغانستان دولت په کور د ننه افغانانو ته د کار پراخه زمينې نه وي برابرې کړې، پر خپل ځای پاتې شي.

ورته مطالب