بایډن: په هر ډول شرایطو کې تر ۲۰۱۴ پورې له افغانستانه وځو

جوبايډن
Image caption مرستیال ولسمشر وویل امریکايي ځواکونو د القاعدې زور مات کړی او د مشرتوب اغېز یې لږ کړې ده.

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن ويلي د امریکا متحده ایالتونه به له هر راز ستونزو او خنډونو سره، سره په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي همدا راز ده زياته کړې چې راتلونکې اوړې به افغانستان نه د امريکايي سرتېرو ايستل نمايشي بڼه ونه لري بلکې په ښه زيات شمېر سره به خپل سرتېرې وباسي.

د مرستيال ولسمشر بايدن دغه څرگندونې د ولسمشر اوباما او د جګپوړو پوځي چارواکو د څرگندونو خلاف دي چې وايي دوی به ځمکنيو او عيني شرايطو ته په پام سره له افغانستان نه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کوي.

لوېديځ څېړونکي وايي سربېره پردې چې د افغانستان د جګړې بریاوې 'نیم کله' او د زړه د ښه کېدو نه دي، خو جوبایډن وايي چې په راتلونکي دوبي کې به دوی لږ عسکر ونه باسي، بلکې په ډېر شمېر به افغانستان څخه وایستل شي.

ښاغلي بایډن له 'ان بي سي' تلوېزیون سره د مرکې پرمهال په ښکاره وویل چې امریکا تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه په یو مخیزه ډول راوځي.

هغه وویل تر ۲۰۱۴ کال پورې چې څه پېښېږي، په دې پورې نورې خبرې هم تړلې دي.

لومړی خو دا لا نه ده معلومه چې څوک به په ۲۰۱۲ کال کې د سپنۍ ماڼۍ څوکۍ وګټي.

مرستیال ولسمشر وویل امریکايي ځواکونو د القاعدې زور مات کړی او د مشرتوب اغېز یې لږ کړی دی.

خو بایډن دا ومنله چې امریکایان د طالبانو په ماتولو، د روزنځایونو په ویجاړولو او په افغانستان کې د یوه ښه حکومت په جوړولو کې لږ بریالي شوي دي.

هغه وویل دا چې موږ په افغانستان کې چټک پرمخ ځو او که ورو، د دې خبرې ځواب به وخت ته پرېږدو.

بایډن دا هم وویل چې د امریکا ټولې جاسوسي ادارې په دې باور دي چې القاعده اوس په افغانستان او پاکستان کې هومره زور او ځواک نه لري، چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ په څېر بریدونه دې وکړي.

خو هغه زیاته کړه چې ښايي ځینې ترهګرې ډلې پر امریکا د ورته بریدونو زور ووهي.

Image caption امریکا ژمنه کړې وه چې د روان کال ٢٠١٠ تر پایه به افغانستان ته په تدریجي توګه ۳۰ زره نور سرتېري استوي، چې په دې لړ کې یې د افغانستان سوېلي جګړه ییزو سیمو ته ټانکونه هم رسولي دي.

بایډن د امریکايي ځواکونو په تړاو وویل چې هغوی هڅه کوي القاعد پرېنږدي، چې د اسلام اباد حکومت نسکور کړی او اټوم بم ته ځانونه ورسوي.

مرستیال ولسمشر جوبایډن په تېره اګست میاشت کې ویلي ول، چې د افغانستان د جګړې ګټل او بایلل به په راتلونکې دسمبر میاشت کې معلوم شي.

ده د کرزي د ادارې چارواکو ته هم خبر ورکړی و، که چېرې افغان چارواکي د خپل هېواد امنیت نه شي ساتلی، نو امریکايي ځواکونو خو افغانستان ته یوازې د امنیت د راوستلو په نیت نه ده راوهلې.

پر همدې سربېره سږ دوبی د سپنې ماڼۍ اوسنیو او پخوانیو جنګي سلاکارانو په رانوي کال دوبي د ځواکونو رایستل د کاڼي کرښه بللې وه، چې اوس د امریکا زیاتره چارواکي پرې ټينګار نه کوي.

ورته مطالب