افغان حکومت: اقتصادي پرمختګ بايد په سر کې وي

وحید عمر
Image caption افغان چارواکي د امريکا د ستراتيژۍ د بيا کتنې په ترڅ کې د ځينو ټکو هرکلى کوي

افغان حکومت وايي دوی په افغانستان کې د جګړې پر ستراتيژۍ د امريکايي مشرتابه د بيا غور ځينو برخو هرکلى کوي، خو وايي څه چې بايد تر نورو ډېر ټينګار پرې وشي اقتصادي پرمختګ او د ولسي وګړيو د مرګ ژوبلې مخنيوی دی.

افغان چارواکيو د امريکا افغان ستراتيژۍ د ځينو ټکو ستاينه کړې، او وايي د امنيت د خوندي کولو او د افغان امنيتي ځواکونو د سمبالښت مساله د دوی غوښتنه هم ده.

افغان چارواکيو ويلى، اقتصادي پرمختګ او د ولسي وګړيو د مرګ ژوبلې مخنيوى هغه خبرې دي چې بايد ډېر ټينگار پرې وشي.

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې له پيل راهيسې يې د بياکتنې موضوع ته پام و، خو زیاته يې کړه چې د افغانستان اقتصادي پرمختيا او د ولسي خلکو مرگ ژوبلې مخنيوی بايد تر هر څه وړاندې وي:

Image caption افغان حکومت تل د ملکيانو مرګژوبلې پر مخنيوي ټينګار کړی

''هغه ټکي چې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ستراتيژۍ په بيا کتنه کې راغلي، ډېر يې د منلو دي او موږ يې هرکلى کوو، خو ځيني ټکي چې موږ مطرح کړي وو، بايد په جدي توگه هغې ته په راتلونکي کې پاملرنه وشي، يو يې په افغانستان کې د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوى او بل يې د افغان حکومت په څنگ کې د موازي ادارو له منځه وړل و، دا رنگه د افغانستان د اقتصادي او بيا رغنيزو چارو ته پوره پاملرنه او تر څنگ يې په پرمختللو وسلو او تجهيزاتو د افغان امنيتي ځواکونو سمبالښت و چې بايد ډېر پام ورواړول شي.''

وحيد عمر وايي که نړيواله ټولنه او په ځانگړي ډول متحده ايالتونه په افغانستان کې په ريښتيني ډول د سولې او ټيکاو بهير ملاتړ وکړي، نو ان ټوله په سيمه کې هم سوله ټينگېدی شي.

په همدې حال کې د امريکا د ولسمشر مرستيال جوبايډن پخپلو تازه څرگندونو کې ويلي ځواکونه به يې په هر حال کې د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر پايه افغانستان پرېږدي.

ښاغلي بايډن ويلي چې د امريکايي ځواکونو وتل يوه رمزي نه، بلکې يوه پرېکنده خبره ده، خو د افغانولسمشر وياند ټينگار وکړ چې د ليسبون غونډې د پرېکړو له مخه بايد بهرني پوځونه د وتلو پر مهال د افغانستان حالات په پام کې وساتي:

''انګیزه دا ده چې د افغانستان ملي پوځونه به تر ۲۰۱۴ کال پورې د کمیت او کیفیت له اړخه وکولای شي چې د افغانستان د خلکو امنیت پخپله ټينګ کړي، دا د افغانستان د خلکو اراده ده، خو دا پر دې پورې اړه لري چۍ نړۍ له افغانستان سره څه ډول مرسته کوي، او له نن څخه تر ۲۰۱۴ پورې نړیوال دغه پروسه څرنګه پرمخ بیايي.''

سپينې ماڼۍ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د ارزونې اعلان وکړ، په دغه بيا کتنه کې ويل شوي دي چې افغان او بهرنيو ځواکونو د افغانستان په سوېل او ختيځ کې د پام وړ پرمختگونه کړي دي، خو چارواکي وايي که دغه پرمختگونه و نه ساتل شي بېرته له گوتو وتلى هم شي.

ورته مطالب