په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په اروزګان کې د برېښنا نشتوالی، د خلکو ژوند سخت دی

Image caption په اروزګان کې د برېښنا نشتوالي د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

داروزګان اوسېدونکی وايي برېښنا نه لري، او که څه برېښنا وی بيه یې له اسمان سره سر وهي. دوی وايي د برېښنا نشتوالي يې ژوند ورستونزمن کړی دی.

په اروزګان کې يوکيلواټ دولتي برېښنا په ۳۰ افغانۍ ده چې دغه بيه د افغانستان د نورو سيمو په پرتله ډېره لوړه ده.

داروزګان ولايت د برېښنار چارواکي د خلکو دغه ستونزې مني خو زياتوي چې د دغه ولايت والي او امنيه قومندان په ګډون يوشمېر اداري د لګول شوې برېښنا پيسې نه ورکوي چې امله يې د ښاريانو غوښتنې نه شي پوره کولی.

اروزګان د افغانستان له مرکزی ولايتونو شمېرل کېږي، چې تر دې وخته په کې د رغونې او ابادۍ چارې ډېرې ورو او پڅې روانې دي.

د دغه ولايت ډېری خلک بېوزلي دي، او په خپله د برېښنا توليدونې وسايلو ترلاسه کولو وس نه لري.

په ترين کوټ کې زموږ همکار احمد امېد خپلواک دغه مسله څېړلې او راپور يې پرې جوړ کړی دی.