په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'مدني ټولنې باید د اداري فساد په مبارزه کې ډېر څه وکړي'

Image caption دا مهال د چارواکو په خبره په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ مدني ټولنې شته چې د ښځو، بشري حقونو او داسې نورو ګڼو برخو کې کار کوي.

افغان حکومت په دغه هېواد کې پر مدني ټولنو غږ کړی چې له طالبانو سره د بیا پخلاينې او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

افغان چارواکي وایي مدني ټولنې په دغه برخه کې حکومت ته د مهمو سلا مشورو د ورکولو ترڅنګ، ځانګړي وړاندیزونه کولی شی او په ډیرو برخو کې د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو کې هم مهم رول لوبولی شي.

خو د يو شمير مدني ټولنو استازي بیا ادعا لري چې حکومت د دوى وړانديزونه او سلا مشورو ته ته غوږ نه نيسي.

زموږ همکار جعفر هاند د اوونۍ په ځانګړي رپورټ کې په افغانستان کې د مدني ټولنو فعاليت او يو شمېر ملي مسايلو کې له حکومت سره د دوی همکاريو او مرستو ته کتنه کړې ده.