افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو اړیکو تړون لاسلیکوي

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې
Image caption يو شمېر کارپوهان وايي دا چې امريکايي ځواکونه په ٢٠١٤ ميلادي کال کې د وتو خبره کوي نو تر دغې نېټې وروسته وخت لپاره دغه ستراتيژي بيخي اړينه ده.

د روان کال په اکتوبر کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټينگار کړى و چې چې دغه تړون بايد د درېيو مياشتو په ترڅ کې لاسليک شي.

لوېديځوالو چارواکو په پرلپسې ډول ويلي دي چې بيا به افغانستان او افغانان يوازې نه پرېږدي، او ملاتړي به يې پاتې کېږي، خو اوس چې د بهرنيو ځواکونو او په ځانگړي ډول د امريکايي ځواکونو وتلو ته مهال وېش ټاکل شوى دى.

له ډېرو خلکو سره پوښتنه پيدا شوې ده چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به د امنيت او پرمختيا برخليک څه وي.

اوس د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې دا مهال د امريکا او افغانستان يوه گډه ډله د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو په اړه د يوه سند په برابرولو لگيا دي چې د راروان ميلادي کال په پيل کې به لاسليک شي:

''د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو په اړه چې تر ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کال نه ها خوا دى، لومړنۍ خبرې اترې پيل شوې دي، او د دواړو هېوادونو يوه گډه کاري ډله پرې کار کوي، هيله من يو چې دا تړون د راروان کال په پيل کې لاسليک شي.''

لکه ښاغلي عمر چې وويل تر اوسه له امريکا سره د اوږدمهالو همکاريو د تړون متن نه دى بشپړ شوى، نو نه ده څرگنده چې په دې تړون کې به کومې خبرې نغښتل کېږي.

خو داسې انگيرل کېږي چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به هم نړيوال او په ځانگړي ډول امريکا افغانستان يوازې نه پرېږدي، او هغه پرمختگونه به خوندي ساتي چې په تيرو نهو کلونو کې په دغه هېواد کې شوي دي.

د افغانستان مدني ټولنې او د بشري حقونو د خوندي کولو ټولنې هم اندېښمنې وې چې هسې نه بهرنيان په يومخ افغانستان ته شاه کړي او شته لاس ته راوړنې بيرته له لاسه وځي.

Image caption مخکې تر دې افغانستان په تېر نومبر کې د ليزبون په سرمشريزه کې له ناټو سره هم د اوږدمهالو همکاريو يو تړون لاسليک کړى دى.

تر دې مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه ستراتيژيکې اعلاميې په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٨ ميلادي کلونو کې لاسليک شوې وې چې د حکومت جوړونې او امنيت راوستو په اړه په کې د ملگرتيا خبره شوې وه.

يو شمېر کارپوهان وايي چې دغه تړونونه په پوره توگه نه دي پلي شوي او اړتيا ليدل کېږي چې د اوږدمهالو اړيکو په اړه تړون لاسليک شي.

يو شمېر کارپوهان وايي دا چې امريکايي ځواکونه په ٢٠١٤ ميلادي کال کې د وتو خبره کوي نو تر دغې نېټې وروسته وخت لپاره دغه ستراتيژي بيخي اړينه ده.

مخکې تر دې افغانستان په تېر نومبر کې د ليزبون په سرمشريزه کې له ناټو سره هم د اوږدمهالو همکاريو يو تړون لاسليک کړى دى.

ورته مطالب