م.م: افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ٪۲۰ لوړه شوې

ولسي وژل شوي کسان
Image caption ملګري ملتونه د ۷۶ سلنې ملکي مرګ ژوبلې د پړې ګوته طالبانو او نورو هغو وسله والو ډلو ته نيسي چې د افغان حکومت او دغلته د ناټو ایساف پرضد جنګېږي.

د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوی يو راپور وايي د افغانستان په جګړه کې د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې په ټوليز ډول څه باندې ۶۲۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې د ولسي مرګ ژوبلې ۱۲ سلنه د افغان حکومت او د حکومت د نړيوالو ملاتړو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي چې د کال له لومړۍ (جنورۍ ) مياشتې تر اکتوبره پورې ټول ټال له ۲۴۰۰ زيات کسان وژل شوي او نژدې دوه دومره نور ټپيان شوي دي.

راپور وايي په دغه موده کې له ۲۴۰۰ ډېر ولسي افغانان وژل شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ يې ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې له دې ډلې دوه کم ۱۰۰۰ تنه يوازې ځانمرګو بريدونو او په کور جوړشويو بمونو وژلي او څه باندې ۲۰۵۰ نور يې ژوبل کړي دي.

ملګري ملتونه د ۷۶ سلنې ملکي مرګ ژوبلې د پړې ګوته طالبانو او نورو هغو وسله والو ډلو ته نيسي چې د افغان حکومت او دغلته د ناټو ایساف پرضد جنګېږي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون دغه راپور ته په خپل غبرګون کې يو ځلې بيا د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د جګړې پر مهال د ملکيانو د سر او مال خوندي ساتلو ته لومړيتوب ورکړي.

د دغه کمېسيون اجراييوي مشر محمد موسی محمودي په افغانستان کې د ښکېلو لوريو ترمنځ د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده:

''له بده مرغه موږ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو شاهدان یو، چې دا له خواشینۍ څخه ډکه مساله ده.''

د ملګرو ملتونو له لوري خپور شوي راپور دغه راز د افغان ، ناټو او امريکايي ځواکونو له خوا هم د ملکيانو مرګ ژوبلې ته اشاره کړې وايي چې ۱۲ سلنه يې د دوی له لوري وژل شوي.

خو ترڅنګ يې دا هم ويلي چې د تېر کال د لسو مېاشتو په پرتله ددوی له لوري د ملکي تلفاتو په اندازه کې کموالی راغلی دی.

راپور وايي د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري د وژل شويو ۷۴۲ ملکي افغانانو ډېری يې په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

تېره مياشت کابو دېرش مرستندويه ټولنو خبرداری ورکړی وو سره له دې چې په وروستيو دوو کلونو کې د ملکي تلفاتو ګراف ښکته شوی ، خو په وروستيو مياشتو کې د هوايي ځواک ډېرکارول ښايي د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه بېرته لوړه کړي.

خو په افغانستان کې ايساف ځواکونه وايي له هوايي ځواکونو نه د کار اخيستو پر مهال دقت د ملکي تلفاتو په کمولو کې لويه مرسته کړې ده.

په کابل کې د دغو ځواکونو يو وياند جان ډورېن وايي د ورکړل شويو رسمي شمېرو له مخې د هوايي بريدونو له ډېرېدو سره سره ، د ملکي تلفاتو په کچه کې ۶۶ سلنه کموالی راغلی دی:

''د هوايي ځواک له زياتولو سره سره د ايساف د مالوماتو له مخې په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو کچه ۶۶ سلنه را لوېدلې ده. موږ د ملکيانو د مرګ ژوبلې د کمولو په اړه خپلې تګلارې ته ادامه ورکوو. زموږ هڅه په ټول افغانستان کې د امنيت ټېنګول او د ملکي خلکو خوندي ساتل دي.''

Image caption په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پخواني قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره له هوايي ځواک نه کار اخيستل تر ډېره بريده محدود کړل، خو ويل کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د نړېوالو ځواکونو له لوري هوايي بريدونه بيا زیات شوي دي.

خو وسله والو طالبانو بيا بيا ويلي چې په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اصلي مسوولين په دغه هېواد کې بهرني ځواکونه دي.

ولسي مرګ ژوبله د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو په ځانګړي ډول د امريکا ترمنځ په يوه لانجمه موضوع اوښتې ده.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو پخواني قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره له هوايي ځواک نه کار اخيستل تر ډېره بريده محدود کړل، خو ويل کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د نړېوالو ځواکونو له لوري هوايي بريدونه بيا زیات شوي دي.

افغان حکومت په وروستيو کې ويلي په افغانستان کې د جګړې پر ستراتيژۍ د امريکايي مشرتابه د بيا غورد ځينو برخو هرکلى کوي، خو وايي ډېر پام بايد د ولسي مرګ ژوبلې مخنيوي ته وشي.

ورته مطالب