په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې سږکال د نري رنځ ناروغي کمه شوې

Image caption د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي نری رنځ هرکال شاوخوا ۹۰۰۰ کسان وژني ، چې ډېری يې ښځې دي.

افغان حکومت وايي سره له دې چې په افغانستان کې د توبرکلوز يا نري رنځ د ناروغۍ ګراف د تېرو کلونو په پرتله ښکته شوی ، بيا هم د اندېښنې وړ موضوع ده .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي نری رنځ هرکال شاوخوا ۹۰۰۰ کسان وژني ، چې ډېری يې ښځې دي.

وزارت وايي اوس يې د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې وړتيا لوړه شوې او په توبرکلوز د اخته وو هرو سلو کسانو له ډلې د ۸۸ درملنه يې په کور دننه په روغتيايی مرکزونو کې کيږي.

افغانستان د نړۍ د هغو ۲۲ هېوادونو په کتار کې يو دی چې لاهم د نري رنځ يا (سل) ناروغۍ له امله هرکال په کې په زرګونو کسان مري.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي په دې اړه نور جزيیات د عامې روغتيا وزارت د وقايوي طب له مشر محمد توفيق مشعل نه پوښتلي دي.