د افغانستان د پوځ شمېر یو لک پنځوس زرو ته رسېدلی

افغان سرتېري
Image caption په داسې حال کې چې تېره مياشت دغه شمېر ۴۳ کسه وو ، ښاغلى عظيمي وايي چې د دوى ډېر سرتېري په ځانمرگو بريدونو او د سړک پر غاور د خښو شويو ماينونو په وجه وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې دا مهال د افغان پوځ د سريترو شمير يو لکو پنځوس زره تنو ته رسيدلى دى .

دغه چارواکي وايي که د څومره والي له پلوه د ملي پوځ شمير په چټکۍ سره مخ په لوړېدو دى، خو د څرنگوالي له پلوه وايي چې لا هم ستونزې لري او ځواکونه يې په پرمختللو وسلو او تجهيزاتو نه دي سمبال شوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د امريکايي ځواکونو پرمټ د افغان پوځيانو د روزلو او د ملي پوځ په ليکو کې د هغوى د جذبولو چارې ډيرې چټکې روانې دي، د وزارت وياند طاهر عظيمي وايي چې تر دې مهاله د ملي پوځ د سرتيرو شمير تر يو نيم لکو کسانو هم لوړ ختلى:

''د ملي پوځ شمير ۱۵۰ زرو تنو ته رسيدلى دى او د پراختيا چارې يې روانې دي ، د هغه مهال ويش له مخې چې موږ او د امريکې د متحده ايالاتو د همکارۍ دفتر يې په اړه گډ کار کوو هلته شمير ټاکل شوى چې هغه شمېر ۱۷۱ زره او شپږو سوو تنه دى، موږ اوس هم څو مياشتې مخکې يو مانا دا چې موږ به د ټاکلې مودې وړاندې دغه شمېر پوره کړو. ''

جنرال عظيمي وايي سره له دې چې په تيرو څو کالو کې د نړيوالې ټولنې په مرسته افغان ملي پوځ څه نا څه په وسلو سمبال شوى ، خو په وينا يې لا هم په ځينو برخو په تېره بيا د هوايي ځواکونو په برخه کې يې ستونزې هماغه شان پر خپل ځاى پاتې دي:

''زموږ او د نړيوالې تولنې تر منځ بحث پر دې دى چې د افغانستان پوځ په زغروالو وسلو او ريکتيف سمبال شي، نړيواله ټولنه هم نه وايي چې پوځ دې پر دغو وسلو نه سمبالېږي، هغوى وايي دا زموږ په وروستيو لومړيتوبونو کې راځي، ځکه د هغوى په وينا هغوى دا مهال زموږ تر څنگ ولاړ دي او دغو وسلو ته اړتيا هم هومره نه ليدل کېږي، زموږ استدلال دا دى هغه پوځ چې د خپل هېواد د ملي حاکميت او ځمکنى بشپړتيا نه ننگه کوي، د دې لپاره چې د سيمې د پوځونو سره يې انډول برابر شي نو په کار دي چې په زغره والو او ريکتيف وسلو سمبال وي.''

Image caption د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روان کال له پيله تر دې دمه د دوى تر ۸۰۰ زيات سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وړاندوينه کړې چې تر ۲۰۱۳ ميلادي کاله به په پوځ کې د ځواکونو شمير ۲۴۰ زرو کسانو ته لوړ کړي .

دا رنگه د وزارت د سرچنيو په خبره چې د روان کال له پيله تر دې دمه د دوى تر ۸۰۰ زيات سرتېري وژل شوي دي.

دغه وزارت وايي چې په تېره مياشت کې د ملي پوځ ۶۰ کسه سرتيري په بېلابېلو پيېښو کې وژل شوي.

ورته مطالب