د اتومي وسلو د کمولو تړون د امريکا کانګرس ومانه

اوباما، مدودوف
Image caption د دغه تړون له مخې به د ځای پر ځای شويو اتومي وسلو اندازه نژدې يو پر دريمه را کمه شي.

د متحدو ایالاتو کانګرس هغه نوی تړون منلی چې د امریکا او روسیې د اټومي وسلو زیرمې راکموي .

ولسمشر براک اوباما دغه تړون په وروستيو شلو کلونو کې تر ټولو مهم سند بللی دی .

د تړون وروستۍ منظوري په سنا کې وه چې دموکراتانو د جمهوري غوښتونکو په وړاندې په اکثریت سره ومانه .

ولسمشر اوباما د دغه تړون په ملاتړ له رايې اچونې وروسته ووېل چې د جمهوري غوښتونکيو رايو نړۍ ته دا پېغام ورکړ چې کله د امريکا د ملي ګټو خبره وي نو جمهوري غوښتونکي او دموکراتان په يوه کتار کې دريږي.

ښاغلي اوباما وویل : ((زه خوښ یم چې دیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو په ګډه د ملي امنیت په برخه کې زما د لومړیتوب نوی تړون ومانه .

دا په تقریبا شلو کلونو کې د وسلو د کنټرول په برخه کې تر ټولو مهم تړون دی . دا به موږ ته ډیر خوندیتوب راپه برخه کړي اوله روسیې سره به زموږ د اټومي وسلو زیرمې کمې کړي.))

Image caption پردغه تړون د روان کال په اپرېل مياشت کې د امريکا ولسمشر براک اوباما او د روسيې ولسمشر دېمتري مدودوف لاسليک وکړ.

د سټارټ ټو په نوم پر دغه تړون د عمل لپاره د روسيې د پارلمان منظوري هم اړینه ده .

د روسيې پارلمان ته به دغه تړون په راتلونکي پسرلي کې وړاندې شي.

د نيو سټارټ تړون له مخې به د ځای پر ځای شویو اتومي وسلو اندازه نژدې یو پر دريمه ياني ۳۰٪ را کمه شي.

دا په دې مانا چې د ځای پر ځای شويو امريکایي او روسيي اتومي وسلو اندازه به ۱۵۵۰ ته راکمه شي او تر څنګ به يې د پوځي عملياتو پر مهال اتومي اوبتلونه او بمونه نه کارول کيږي.

د نوې پرېکړې له مخې دواړه هېوادونه کولی شي يو د بل له اتومي وړتیاوو ليدنه هم وکړي چې دواړو غاړو ته دا څرګنده وي چې ځای پر ځای شوي توغندي څومره جنګي کوپړۍ خپل هدف ته رسولی شي.

دغه نوی تړون به د سټارټ تړون ځای ونيسي.

پردغه تړون د روان کال په اپرېل کې د امريکا ولسمشر براک اوباما او د روسيې ولسمشر دېمتري مدودوف لاسليک وکړ.

ورته مطالب