بشري ټولنې: اوس هم په افغانستان کې له ښځو سره زورزیاتی کيږي

کابل ، ښځې
Image caption په دغه هيواد کې ښځې له راز راز تاوتريخوالي سره مخامخ دي،چې د مخنيوي لپاره يې بايد افغان حکومت او اړوندې نا حکومتي ټولنې په سملاسي توگه لاس په کار شي.

د ښځو د حقونو دخوندي کولو د برخې يو شمير ټولنو په ټول افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوترخوالي يو کمپاين پيل کړې دى چې نوم يې دى ( موږ کولاى شو ).

دغو ښځو وويل چې په دغه هيواد کې ښځې له راز راز تاوتريخوالي سره مخامخ دي،چې د مخنيوي لپاره يې بايد افغان حکومت او اړوندې نا حکومتي ټولنې په سملاسي توگه لاس په کار شي.

د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي کمپاين هر کال د افغانستان په گډون د سويلي اسيا په يو شمير هيوادونو کې تر سره کيږي،چې ويل کيږي په دغو هيوادونو کې په پرتليز ډول له ښځو سره ډير تاوتريخوالى کيږي.

ددغه کمپاين کډونوالو ښځو ويل چې ښځې له راز راز سياسي او ټولنيزو ننگونو او جنسيتي توپيرونو سره لاس او گريوان دي چې له دې ټولگې څخه يې بې وزلي،ناوړه دودونه،روغتيا او ښوونې روزنې ته نه لاسرسى او له ټولنيزو خدمتونو نه بې برخې کيدل ډيرې پام وړ ننگونې وبلل شوي.

د افغان ښځو د سراسري ټولنې مشرې سريا پرليکا وويل چې په تيرو نهو کلونو کې يوازې د کاغذ پر مخ او شعارونو کې د ښځو حقونه خوندي شوي دي ، نه په عملي ډگر کې.

د ښځو د حقونو د برخې يوې فعالې نوريې حق نگر وويل چې د ژوند په بيلابيلو ډگرونو کې ښځې له تاوتريخوالي سره مخامخې دي.

د ښځو پر وړاندې د کيدونکي تاو تريخوالي د مخنيوي په موخه هر کال د سيمې په ځينو هيوادونو کې ورته کمپاينونه تر سره کيږي،چې په دې ترڅ کې د سويلي اسيا په شپږو هيوادونو بنگله ديش،سريلانکا،.نيپال،هند،پاکستان او افغانستان کې نژدې څلور سوه بنسټونه د ښځو د حقونو په پلوۍ غونډې جوړوي.

ددغو هيوادونو په هکله ويل کيږي چې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي او له هغوى سره د زور زياتي کچه په کې په پرتليز ډول لوړه ده.

افغانستان د ٢٠٠٤ م ميلادي کال راهيسې له دغه کمپاين سره يو ځاى شوى دى.

دغه بنسټونه غواړي چې دغه کمپاين سر بيره پر کابل د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي.

ورته مطالب