ايساف: طالبانو ته مو د وسلو يو قاچاقچي نيولی دی

Image caption ايساف وايي د موضوع د حساسيت له کبله د نيول شوي سړي په اړه نور جزيات نه شي ورکولی.

پر ايران باندې طالبانو ته د وسلو ورکولو او يا رسولو تورونه نوي نه دي، خو که د سوله ساتو ځواکونو ادعا سمه وخيژي نو طالبانو ته د وسلود يوه رسوونکي او قاچاقچي نيول، کېدای شي په دغې برخه کې يو لړ پرمختګونو ته لاره هواره کړي .

په کابل کې د سوله ساتو ځواکونو له لوري لومړنيو ورکړل شوي معلوماتو ويل چې امريکايي ځواکونو برايي د کندهار په ارغنداو ولسوالۍ کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو يو غړی نيولی دی.

ايساف ويلي ول دغه سړي د نيمروز ولايت له لارې طالبانو ته وسلې او مهمات رسول .

خو د ورځې په وروستيو کې د ايساف يوه وياند جګړن جانسن بي بي سي ته وويل د دوی پلټنې ښيي چې نيول شوی تن د قدس ځواکونو غړی نه بلکې د وسلو يو قاچاقچي دی:

(( لومړنيو راپورونو ويل چې نيول شوی تن د قدس ځواکونو غړی دی ، خو زياتو پلټنو ثابته کړه چې هغه د قدس ځواکونو غړی نه دی، بلکې د طالبانو لپاره د وسلو برابرونکی دی. ))

خو له دې سره سره لا هم د نيول شوي تن هويت پټ پاتې دی چې ايا ايرانی به وي او که به بل څوک چې له ايرانه به يې طالبانو ته وسلې رسولې .

سيمه ييز افغان چارواکي وايي دوی تر اوسه پورې له داسې کومې پېښې څخه بيخي خبر نه دي ، خو وايي پلټنې به کوي.

په دې وروستيو کې پر ايران شکونه ډېر شوي چې په افغانستان کې د دولت او بهرنيو ځواکونو له مخالفينو سره مرستې کوي او امريکايي چارواکو خو له دې امله په وار وار ايران ته له ګواښه ډک پيغامونه هم استولي دي.

د امريکا دفاع وزارت په يوه وروستي راپور کې ډاګيزه کړې چې ايران په لوی لاس غواړي په افغانستان کې د اوسني نظام او بهرنيو ځواکونو مخالفينو ته مرستې او په ځانګړي ډول وسلې ورکړي.

خو ايران دغه ادعاوې بې بنسټه بولي .

بل لوری ته افغان حکومت بيا د ايران او طالبانو تر منځ پر اړيکو او يا د مرستو پر ورکړې او اخيستو تبصره نه کوي او ظاهرا له ايران سره ښه اړيکي پالي.

يوازې په ويکيليکس کې د امريکايي ديپلوماتيکو پيغامونو په ترڅ کې د افغان چارواکو دا وينا را دبره شوې وه چې ايران د طالبانو ملاتړ کو ي او له هغو لاسوندونو هم خبر دي چې د ايران له لوري د طالبانو ملاتړ پکې څرګندېږي او دا مهال د افغان دولت په لاس کې دي.

په يوه بل پرمختګ کې لوېديزو جاسوسي شبکو ويلي ايراني استخباراتو د افغانستان په لوېديز کې د القاعده څو غړي له زندانه خوشې چې کړي چې د افغانستان پاکستان تر منځ د القاعده تيت و پرک غړي راټول او بيا بريدونه پيل کړي .