د کرزي لومړي مرستیال له ایرانه د سونګ توکو مرسته وغوښته

ښاغلی فهیم په ایران کې

ایران ته د افغانستان د مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم تر سفر وروسته داسې رپوټونه خپاره شوي چې ګواکي ایران د تیلو ۱۶۰۰ ټانکرو ته افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.

دغه ټانکرونه شل ورځې له ایران سره د هرات، فراه او نیمروز په پولو کې بند ول او له کبله یې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د تېلو بیه ډېره لوړه ختلې وه او د افغان چارواکو او خلکو اندېښنه یې ډېره کړې وه.

د هرات د ګمرک مشر خلیق الله وایې تر اوسه لږ شمېر ټانکرونه پرېښودل شوي، خو په وینا یې تر ۱۰۰۰ ډېر ټانکره لاهم په یادو شویو پولو کې ولاړ دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ایران ته تر رسېدا وروسته د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د سونګ توکو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلی فهیم وروسته له هغه ایران ته رسېدلی، چې د رپوټونو له مخې ایران په خپله خاوره کې شاوخوا ۲۰۰ تیلي ټانکرونه بند کړي ول، او افغانستان ته یې د تلو اجازه نه ورکوله.

محمد قسیم فهیم په ایران کې د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاو او د هغه له لومړي مرستیال محمد رضا رحيمي سره کتلي دي.

که څه هم د ایران او افغانستان تر منځ ظاهراً د دوستۍ اړيکي پالل کېږي، خو پر ایران دا تور دی، چې ګني د افغان دولت مخالفینو ته وسلې ورکوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.

خو ایران بیا په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته په ښه سترګه نه ګوري.

څو ورځې وړاندې د امریکا 'وال سټریټ ژورنال' ورځپاڼې د یوه افغان چارواکي له خولې ليکلي وو ایران په خپله خاوره کې د تېلو ۲۰۰۰ ټانکرونه درولي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې ته وخوځېږي.

'وال سټریټ ژورنال' د نیمروز د ګمرک د مشر له خولې ليکي چې شاوخوا ۶۰۰ د تېلو ټانکرونه په پوله کې بند پاتې دي او دا ډول تیلي کتارونه په هرات او فراه ولایتونو کې هم جوړ شوي دي.

تهران په رسمي توګه د دغه بندر د بندېدو اعلان نه دی کړی، خو د افغان جګپوړو چارواکو له خولې په شخصي خبرو کې ایراني چارواکو ویلي چې دا تېل په افغانستان کې مېشتو ایتلافي ځواکونو ته رسېږي، نو ځکه یې پر هغو بندیز لګولی دی.

د ورځپاڼې په حواله، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت له ایران سره په دې تړاو اړیکه نیولې، خو لا یې رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

افغان چارواکي وايي په ایران کې د تېلو بندول د عادي افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي، ځکه ځينې افغان سوداګر چې له عراق او سعودي عربستان څخه له دې لارې افغانستان ته خپل مالونه وارودي، د ایران له دې کړنې ډېر ځورېږي.

ورته مطالب