ناټو: راتلونکی کال به د اورپکۍ ختمولو 'ډېره' هڅه وکړو

ښاغلی بلاټس
Image caption ښاغلي بلاټس پرته له دې چې په دې اړه ښکاره ځواب ووايي، ومنله چې په کابل کې امنيتي چارې د افغان ځواکونو دنده ده، خو زياته يې کړه چې ځينې وخت بهرني ځواکونه پکې حمايوي رول هم لري.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي چې په ۲۰۱۱ کال کې به له افغانستان څخه د اورپکو د پاکولو په موخه له خپل ټول وس او توان څخه ګټه واخلي.

د ناټو ویاند جوزف بلاټس په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د راتلونکي پسرلي تر راتلو مخکې د خپلو سرچينو د تقويت لپاره بېلابېل پروګرامونه پيلوي.

دغه ځواکونه وايي، د يو لړ داسې عملياتو هوډ لري چې په لړ کې يې په برياليتوب سره افغان امنيتي ځواکونو ته امنيتي چارې وسپارل شي.

پر همدې مهال ناټو ۲۰۱۰ کال چې ختمېدو ته يې ايله درې ورځې پاتې دي، د ناټو ځواکونو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال بللی دی.

ښاغلي بلاټس وويل له دې پروګرامونو موخه له طالب اورپکو سره قوي مقابله کول دي، چې د راتلونکي پسرلي په پيل سره به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي:

"له دې ټولو پروګرامونو مو موخه دا ده چې د ۲۰۱۱ کال تر پسرلي پورې چې بېرته طالبان راګرځي او خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړي، له يوه نوي او بېل قوت سره مخامخ شي، همدارنګه له اورپکو څخه پاکې شوې سيمې ټينګې وساتو .

داراز موږ به هڅه وکړو چې له اورپکو څخه په پاکو شوو سیمو کې دولتي ادارې پر پښو ودرېږي او موږ یې ملاتړ وکړو . دا ټولې چارې په ۲۰۱۱ کال کې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د بريالي پيل له امله ترسره کېږي. "

د ناټو ځواکونو وياند د کورنيو چارو وزارت د تېرې ورځې هغه څرګندونې چې بهرنيو ځواکونو په نامسؤولانه ډول او د افغان ځواکونو له همغږۍ پرته په کابل کې پر يوه خصوصي امنيتي شرکت بريد وکړ، هم يادونه وکړه.

ښاغلي بلاټس پرته له دې چې په دې اړه ښکاره ځواب ووايي، ومنله چې په کابل کې امنيتي چارې د افغان ځواکونو دنده ده، خو زياته يې کړه چې ځينې وخت بهرني ځواکونه پکې حمايوي رول هم لري.

Image caption ناټو ځواکونو ۲۰۱۰ کال له لاسته راوړنو ډک کال بللی دی.

دوې ورځې مخکې په کابل ښار کې بهرنيو ځواکونو پر يوه خصوصي شرکت يرغل يووړ چې له امله يې د دغه شرکت دوه تنه کارکونکي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .

بهرنيو ځواکونو دغه شرکت د امريکا د سفارت او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته يو ګواښ بللی و، خو د کورنيو چارو وزارت بيا دا ادعا بې بنسټه وبلله.

که څه هم له ښاغلي بلاټس څخه په دې اړه ګڼې پوښتنې وشوې، خو هغه په څنګ ترې تېر شو او په ښکاره يې ځواب ورنه کړ، خو وويل چې په دې اړه څرګندونې د افغان پوليسو دنده ده.

ورته مطالب