په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت 'ایکو' د اقتصادي ستونزو د حل غوره لار بولي

Image caption د ايکو سازمان کابو ۲۵ کاله وړاندې جوړ شوی او هدف يې د اقتصادي همکاريو پياوړتيا ده .

افغان حکومت د اقتصادي همکاريو د سازمان ايکو ګډې هڅې د سيمه ييزو سياسي او اقتصادي ستونزو د حل يوازېنۍ لار بولي.

'ايکو' سازمان په سرمشريزه کې له غړو هېوادونو وغوښتل چې خپلمنځي راکړې ورکړې ته په خپلو اقتصادي تګلارو کې لومړيتوب ورکړي.

دغه سازمان په خپله وروستۍ سرمشريزه کې چې په ترکيه کې جوړه شوه وويل چې د ايکو سيمه د انرژي او کاني زېرمو پرېمانه طبعي سرچينې لري او دا دې سازمان ته فرصت ورکوي چې له خپل جغرافيايي موقعیت نه په ګټې اخيستو د نړيوال اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.

د ايکو سازمان کابو ۲۵ کاله وړاندې جوړ شوی او هدف يې د اقتصادي همکاريو پياوړتيا ده .

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د اوونۍ په ځانګړي راپور کې د ايکو ۱۱ سرمشریزه له بېلابېلو اړخونو ارزولې ده.