ستاسې غږ: تېر يوۀ کال کې د سولې هڅې

د سولې د عالي شورا غړي

د سولې عالي شورا د دولت له مخالفانو سره د اړیکو، خبرو او د سولې بهیر ته د هغوی د راماتولو دنده لري.

په افغانستان کې روانې نهه کلنې کورنۍ جگړې ته د پاى ورکولو په لړ کې له څو کالو د سولې هڅې روانې دي، خو په روان کال کې د کابل د لویې جرګې په تعقيب د سولې د عالي شورا له جوړېدو او د حکومت او وسله والو مخالفانو د ځينو ډلو ترمنځ د مخامخ او غير مستقيم تماسونه د افغانستان بهر او د ننه نيول شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د سولې د شورا يو پلاوى به راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته هم سفر کوي. په نړيواله کچه هم دا نظر تقويه کيږي چې د افغانستان کړکېچ يوازې د جگړې نه شي حل کېدى.

بشپړه خپرونه دلته واورﺉ

دا چې موږ اوس د ۲۰۱۰ کال په پاى کې يو، په دې پلمه ددې اونۍ په ستاسې غږ پروگرام کې تېر يوۀ کال کې د سولې هڅو ته کتنه کوو، گورو چې دا هڅې په کوم پړاو کې دي، مخ کې ېې څه دول خنډونه او ستونزې پرتې دي او تراوسه چې کومې هڅې شوې د کومو نيمگړتياوو له امله په کې د پام وړ پرمختگ نه دى شوى .

که تاسې اورېدونکي په دې اړه څه نظر لرئ،

د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال پر ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
زنگ راووهئ يا هم به ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨
ايس ايم ايس راولېږئ.

دغه راز په
Pashto@bbc.co.uk
خپل برېښناليکونه راوستوئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .