د چاودیدونکو توکو د موندلو لپاره سپي کارول کيږي

Image caption تر دې مهاله په افغانستان کې له روزل شويو سپيو نه ډير کار نه دې اخستل شوى، خو دا چې له افغان ځواکونو سره کشفي وسايل لږ دي، د سپيو کارول ارزښتناک بلل کيږي.

جرمني د افغان پوليسو د روزلو او سمبالښت په ترڅ کې دا ځل يو شمير سرحدي پوليسو ته داسې سپي ورکړی چې د چاوديونکو توکو د پيژندگلوۍ او موندلو وړتيا لري .

ټاکل شوې ده چې دغه سپي په يو شميرسرحدي پوستو، هوايي ډگرونو او بندرونو کې په دې موخه وکارول شي چې افغانستان ته د راليږدیدونکو چاوديدونکو توکو مخه ونيسي .

تر دې مهاله په افغانستان کې له روزل شويو سپيو نه ډير کار نه دې اخستل شوى، خو دا چې له افغان ځواکونو سره کشفي يانې موندونکي وسايل لږ دي، د سپيو کارول ارزښتناک بلل کيږي.

دغه لس سپي چې له جرمني څخه افغانستان ته راليږدول شوي ، د يوه شپږ مياشتينې روزنيز بهير په ترڅ کې له شپاړس ډوله چاوديدونکو توکيو سره اشنا شوي او د موندو وړتيا يې لري.

په همدغه پړاو کې يو شمير افغان سرحدي پوليسو دا زده کړل چې دغه سپي څنگه وکاروي، که ناروغ شي څنگه يې درملنه شونې ده او بله دا چې د سپيو له خوا موندل شوي چاوديدونکي توکي بايد په کوم ډول شنډ کړي.

دغه سپي د ماين پاکولو په يوه موسسه کې روزل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه سپي په سم ډول روزل شوي او اوس چمتو دي چې خپلې چارې پيل کړي.

د افغانستان د سرحدي پوليسو مرستيال مشر سيد امان سادات وويل چې له دغو سپيو نه به په هغو ځايونو کې ډېر کار واخيستل شي چې ګواښونه ترې متوجه دي.

ښاغلي سادات وويل: ((موږ د هيواد په هوايي ډگرونو او بندرونو کې له دغو سپيو نه گټه اخلو ، په دغو ځايونو کې د مسافرو او کډوالو تگ راتگ ډير وي، ډيرى گواښونه په همدغو ځايونو کې وي))

د ايم ،ډي ،سي موسسه چې د ماينونو موندلو او شنډولو په برخه کې چارې تر سره کوي او د خپلو کړنو په ترڅ کې يې يو شمير روزل شوي سپي هم کارولي دي، وايي که له دغو سپيو څخه په سمه توگه کار واخستل شي، تر ډيره بريده افغانستان ته د راليږديدونکو چاوديدونکو توکيو مخه نيول کيداى شي.

بله غاړه د افغان پوليسو د روزلو جرمنی سلاکار گريډ بلټيس وايي چې ددغه بهير د لا ګړنديتوب په مخه به شل نور سپي هم افغانستان ته په دې موخه وليږل شي چې د چاوديدونکو توکيو د موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

دی وايي : ((شل سپي اخستل شوي دي او په ٢٠١١ کال کې به افغانستان ته وليږل شي، دا سپي به د ايم، ډي، سي په موسسه کې په دې موخه روزل کيږي چې د چاوديدونکو توکيو تر څنگ نشه يي توکي هم ومومي))

په افغانستان کې يو شمير خلک سپي ته په ښه سترگه نه گوري، خو ځينې خلک يې له پخوا راهيسې د ښکار او ساتنې لپاره ساتي.

خو د امنيتي ستونزو او د نشه يي توکيو د قاچاق له ډيريدو سره داسې ښکاري چې افغان او نړيوال ځواکونه د روزل شويو سپيو کارول هم ډيروي.