زرداري د اردو ژبو ملتپالو بيا پخلاينه غواړي

زرداري او ایم کیو اېم
Image caption د پيپلز په مشرۍ حکومت يوه جرگه گۍ ټاکلې چې له اېم کيو اېم سره تماسونه جاري وساتي او د شکايتو غم يې وخوري.

د پاکستان حکومت هڅه کوي د اردو ژبو د ملتپالي گوند اېم کيو اېم زړه بېرته راخپل کړي چې له ټلوالې نه، ونه وځي.

دغه گوند د دوشنبې په ورځ له حکومت نه خپل وزيران وايستل، خو له ټلوالې نه لا نه دى وتلى او که ووت نو د پيپلز گوند په مشرۍ د آصف علي زرداري حکومت به په پارلمان کې اکثريت وبايلي.

ولسمشر زرداري د اېم کيو اېم يا متحده قومي غورځنگ له مشر عشرت العباد سره د بيړنيو خبرو لومړى پړاو تېر کړ.

د پيپلز گوند په مشرۍ حکومت يوه جرگه گۍ وټاکله چې له اېم کيو اېم سره تماسونه جاري وساتي او د شکايتو غم يې وخوري.

اېم کيو اېم وايي له مرکزي حکومت نه يې خپل دوه وزيران د فساد او د بيو د ختلو له امله ايستلي دي.

خو ډېری نور وايي چې د اردو ژبو ملتپاله ډله د پيپلز گوند د يوه مشر ذوالفقار ميرزا پر خبرو هم ناخوښه ده چې هغوى يې په شوکمارۍ او توکميزو وژنو تورن کړي وو.

دغه تورونه په کراچۍ کې د پښتنو او اردو ژبو په وروستي اخ وډب پورې اړه لري چې په ترڅ کې يې دواړه لوري ځپل شوي، خو ډېره مرگ ژوبله او اقتصادي زيان پښتنو ته اوښتى دى.

د مياشتې په لومړيو کې د مولانا فضل رحمان ډله جميعت العلماى اسلام هم تر هغه وروسته له حکومت نه ووته چې يو وزير يې له حکومت نه وايستل شو.

خو هم اېم کيو اېم او هم د فضل رحمان ډلې لا په پارلمان کې د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړى دى.

يو علت دادى چې هېڅ ډله هم نه غواړي په داسې يوه هيواد کې د غوره شوي حکومت د پرزولو پړه وبلل شي چې بيا بيا يې واک پوځيانو قبضه کړى دى.

د نورو باور بيا دا دى چې يو کوچنى گوند هم، د ستر مخالف گوند مسلم ليگ نواز ډلې له ملاتړ پرته په يوازې سر، حکومت نه شي راپرزولى.

دوی وايي د نوازشريف ډله ظاهرآ په دې ناوړه اقتصادي او پوځي چاپيريال کې د مشرتابه منلو ته زړه نه ښه کوي.

ورته مطالب