پر عراقي مېشتو عيسويانو تازه بريدونه شوي

عراقی عيسوی
Image caption د اکتوبر په وروستيو کې تر ٤٠ زيات کاتوليک عيسوي عبادت کونکي د دوى په کليساوو د اسلامپالو په بريدونو کې ووژل شول .

د عراق د پلازمينې بغداد په بيلا بيلو برخو کې د يو شميرعيسويانو پر کورونو پر لپسې بريدونه شوي دي .

پو ليس وايي په شاوخوا شپږو جلا بريدونو کې دوه تنه وژل شوي او ١٤نور تپيان شوي دي .

د اکتوبر په وروستيو کې تر ٤٠ زيات کاتوليک عيسوي عبادت کونکي د دوى په کليساوو د اسلامپالو په بريدونو کې ووژل شول او له هغه لس وروځې وروسته د عيسوي عراقيانو په کورونو يو شمير بريدونه تر وشول .

د بي بي سي خبريال جيمز موريس په خپل رپوټ کې وايي چې وروستي بريدونه د بغداد تيرو خطرناکو بريدونو ته په کتو سره ډير لوى نه وو، خو د جگړې پيغام يې روښانه وو .

په ټولو شپږو بيلا بيلو ځايونو کې نيغ په نيغه د عيسوي عراقيانو کورونه په نښه شوي او باور دا دی چې ټول تلفات هم عيسويانو ته اوښتي دي .

د اسلامي وسله والو ياغيانو يوه ډله چې په القاعدې پورې تړلې او د اکتوبر د خونړيو بريدونو پړه يې اخيستې وه خبرداری ورکړى چې نور ورته بريدونه به هم تر سره کوي .

له هغه وروسته د عراق د پخوانيو عيسوي ټولنو ډيرو غړو د خپل ژوند د خونديتوب په موخه خپل کورونه خوشي کړل ، ځينې يې په شمال کې د کردستان سيمې ته ولاړل چې امنيت يې تر بغداده ډير ښه دى، ځينو يې ان بهر ته وتښتيدل او ډير نور هم د کورونو د خوشې کولو په فکر کې دي .

وسله وال يا غيان وايي ځکه پر عيسويانو دغلته بريدونه کوي چې ددوى او امريکايي ير غلگرو مذهب سره يو دى چې يا غيان ورته صليبيان وايي .

خو بل باور دادى چې پر عيسويانو ځکه بريدونه کېږي چې دوى ورته اسانه هدف دى او د نړيوالو له خواخوږۍ هم برخمن دي .

عيسوي مشران په عراق کې د خپلو ټولنو د را تلونکي په اړه ويره لري .

ورته مطالب