امریکا افغانستان ته د سرحدي پولیسو نور روزونکي استوي

جېنټ ناپولیټانو
Image caption جېنټ ناپولیټانو:''د پولو ساتنه هسې نه کېږي لکه پوليس افسران چې د ښارونو ساتنه کوي، دا چاره جلا چلند او بېلو قوانينو ته اړتيا لري، نو د سرحدي پوليسو روزل ډېر ارزښتناک دي.''

ټاکل شوې ده چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان د سرحدي ځواکونو او د ګمرکونو د کارکوونکو د روزلو لپاره نور روزنکي ور استوي.

د متحدو ايالتونو د کورني امنيت د ادارې يو شمېر کار پوهان دا مهال په افغانستان د سرحدي ځواکونو په روزنه بوخت دي، چې لوى روزنځى يې 'ډيورنډ' کرښې ته څېرمه د تورخم نه پنځه میله ليرې پروت دي، د متحدو ايالتونو د کورني امنيت وزيره جېنټ ناپوليټانو چې پرون افغانستان ته راغله، ياد شوى روزنځى ته يې هم سفر وکړ.

نوموړې د افغانستان د پولو ساتنه يوه ارزښتناکه خبره وګڼله او ددې چارې لپاره يې نور ځواکونه روزل اړين وبلل:

''د پولو ساتنه هسې نه کېږي لکه پوليس افسران چې د ښارونو ساتنه کوي، دا چاره جلا چلند او بېلو قوانينو ته اړتيا لري، نو د سرحدي پوليسو روزل ډېر ارزښتناک دي، ځکه چې دا په يو هېواد کې د ټيکاو راوستو او پولو ساتلو له ملي پروګرامونو څخه وي، کېدى شي دا د افغانستان او پاکستان د پولې يا له نورو گاونډيو هېوادونو سره د ګډو پولو لپاره وي.''

وسمهال د متحدو ايالتونو د کورني امنيت د ادارې ۲۵ کارپوهان په افغانستان کې د کډوالۍ، پوله ساتنې او گمرکونو په برخو کې پر دندو بوخت دي.

له دغې شمېرې څخه ډېر يې افغان پوليسو ته ښيي چې څنگه د خپل هېواد د پولو ساتنه وکړي، اغلى نا پوليټانو وايي چې په ٢٠١١ ميلادي کال کې به د دغه راز روزنکو شمېر نور هم پسې ډېر کړي:

''له پوځي برخې نه ملکي برخې ته د هڅو له لېږد سره همهاله، موږ هغه سرحدي روزونکي ډېروو چې افغانستان ته يې رالېږو، او دا ددې لپاره چې ددې چارې لپاره اړينې سرچينې ولرو، او روزنه په سمه توگه پر مخ ولاړه شي، دا هغه کار دى چې موږ له مکسيکو سره هم پيل کړى دى، زه ډاډمنه يم چې په دې سره به د پولو او گمرکونو د ساتنې لپاره د روزنې نوي فرصتونه برابر شي.''

امريکا هڅه کوي چې پر پولو د وسلوالو مخالفانو د تگ راتگ د مخنيوي تر څنگه د هغو ميلياردونو ډالرو د نا قانونه وتو مخه ونيسي چې افغانستان ته راځي يا راغلي دي.

د افغان پوليسو او ددغه هېواد د استخباراتو په وينا له ٢٠٠٧ کال راهيسې نژدې درې ميليارده ډالر له افغانستانه په نا قانونه ډول ايستل شوې ده، چې ډېره برخه يې دوبۍ ته لېږدول شوې ده، اوس متحد ايالتونه د افغان سرحدي پوليسو په روزلو سره غواړي چې د ورته چارې او نورو ناقانونه کارونو مخه ونيسي.

بل خوا د امریکا 'لاس انجلس ټایمز' ورځپاڼه لیک چې ۲۰۱۱ به په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره د بریا یا ماتې پرېکنده کال وي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم په تېر ۲۰۱۰ کال کې ناټو د وسله والو طالبانو پروړاندې خپل عملیات زیات کړل، خو ډېر اغېزناک نه ول.

خو په مقابل کې وسله والو طالبانو د خپلو بریدونو لړۍ آن د افغانستان نسبتاً ارامو شمالي ولایتونو ته هم وغځوله.

Image caption په تېر یوه کال کې افغانستان کې ۴۹۸ امریکايي پوځيان وژل شوي.

تېر ۲۰۱۰ کال د بهرنیو پوځيانو لپاره تر مخکنیو هغو ډېر خونړی و، داسې چې په دغه کال کې تر ۷۰۰ ډېر بهرني پوځيان ووژل شول، چې یوازې ۴۰۹ یې امریکايان ول.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټس وايي "موږ منو چې پرمختګ مو کړی، او دا مو ثابته کړې چې پرمختګ ممکن دی، پر یاغیانو به خپل فشار لا پسې ډېر کړو."

د فساد مخنیوی

که څه هم په افغانستان کې پر نورو ستونزو د تېرو پارلماني ټاکنو په تړاو د درغلیو ناندرۍ لاپسې چټکې شوې، د دغه هېواد واکمنه اداره هم په فساد ککړه وبلل شوه.

ورته مطالب