په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حکيمي: په هېواد کې ګڼ خښ شوي ماینونه په ایران کې جوړ شوي

Image caption دا مهال په افغانستان کې د ماين شنډولو اته ادارې کار کوي چې شپږ يې کورنۍ او پاتې دوه يې بهرنۍ دي.

په افغانستان کې د ماين پاکۍ ادارې وايي چې په دغه هيواد ډير خښ شوي ماينونه په ايران کې جوړ شوي او تر څنگ يې په پاکستان او چين کې جوړ شوي ماينونه هم د دغو ادارو له خوا تر موندلو وروسته شنډ شوي دي.

دغه ادارې وايي چې د سږ کال په نهو مياشتو کې يې شاوخوا ۷۰ مليونه مترمربع ځمکه له ماينونو پاکه کړې ده.

دا مهال په افغانستان کې د ماين شنډولو اته ادارې کار کوي چې شپږ يې کورنۍ او پاتې دوه يې بهرنۍ دي.

د ماينونو د شنډولو د مرکز ايم، ډي، سي چارواکي وايي چې دوى په ځانته سر د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ۱۵ مليونه متر مربع ځمکه له ماينونو پاکه کړې او د دغې ادارې د مشر شهاب حکيمي په وينا چې د تاوتريخوالي د پيښو سره ، سره لا هم د دغه هيواد په ډيرو نا امنه سيمو کې د دوى همکاران د ماينونو په شنډولو بوخت دي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له نوموړي سره مرکه کړې ، او هغه د مرکې په سر کې د خپلې ادارې په لاس ته راوړنو غږيړي.