په ۲۰۱۰ کال کې ځینې مهمې سپورتي پېښې

سپورت
Image caption په 2010 کال کی جنوبي افريقا د فوټبال د سياليو کوربه هېواد و، چې په ولولو سره رنګينې لوبې پکې ترسره شوې.

سپورت په برخه کې ۲۰۱۰ کال له ګڼو سپورتي پېښو او خبرونو یو ډک کال و، په دې کال کې یو لړ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې، چې تر ټولو مهمې په سویلي افریقا کې د فوټبال نړیوالې سیالۍ وې، دغه راز د کریکیټ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ په ویسټ اینډیز کې ترسره شوې چې افغانستان هم په لومړي ځل ګډون پکې درلود.

په دغه کال کې د چین په ګوانجو ښار کې آسیايي لوبې ترسره شوې چې افغان لوبغاړي د تېر په پرتله ښه پکې وځلېدل.

په 2010 کال کی جنوبي افريقا د فوټبال د سياليو کوربه هېواد و، چې په ولولو سره رنګينې لوبې پکې ترسره شوې.

ټولې هغه اندېښنې چې د جرمونو ، امنيت، د ټکټونو د خرڅلاو، د لېږد رالېږد يا ترانسپورتي وسيلو او بنسټيزو تاسيساتو په اړه موجودې وې د په زړه پورې لوبو له امله د خلکو هېرې شوې.

کوربه هېواد د لوبو له کتاره مخکې تر وتلو لږترلږه فرانسې ته ماتې ورکړه او خپل مينه وال يې ډېر نهيلي نه کړل.

د فټبال په برخه کې د ګڼو مشهورو هېوادونو لوبو ډلو په سر او يا هم په نيمايي کې ماتې وخوړه او د لوبې له کتاره ووتل، د بېلګې په ډول انګلستان، فرانسه، ايتاليا، ارجنتاين، برازيل .

د ارجنتاين ملي لوبډلې مشر مرادونا په منځ لوبو کې د خپلې ډلې تر ماتې وروسته دملي ټيم د روزونکي په توګه خپله دنده هم له لاسه ورکړه.

د فرانسی لوبغاړو خو أن اعتصاب وکړ.

ګانا يواځنی افريقايي هېواد و چې نږدې تر نيمه پايلوبو يې ځان ورساوه، خو د ميدان حکم يا رفري يې په حق کی جفا وکړه او د پرمختګ مخه يې ونيوله.

هسپانيا او هالند پايلوبې ته ووتل ، دواړو ټيمونو سخته سيالي سره کوله او غوښتل يې چې د اتلولۍ کپ خپل هېواد ته يوسي، خو تر نويمې دقيقې وروسته په اضافي وخت کې د هسپانيا د ټيم لوبغاړي أنريس انيستا د لوبې يواځنی ګول د فابريګاس په پاس وواهه او هسپانيه يی اتلولي ته ورسوله.

د فټبال په خوا کې د ټينس نړيوالې سيالۍ هم ښې په درز سره روانې وې.

څلورويشت کلن نادال رافايل په اوسني وخت کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په څلور ګراند سلم کې يې برياليتوب ترلاسه کړ، درې برياوې يې په 2010 کال کې وې، چې د ويمبېلدن، فرانسې او په امريکا د أازاد ټينس اتل، پخپله نادال رافايل شو.

د ټينس په لوبه کې د نادال او راجر فدرر سيالي يوه له په زړه پورې سياليو څخه ګڼل کيږي، خو اوسمهال نادال د ټينس لوبغاړو د کتار په سر کې ځای لري.

د ګلف په لوبو کې تايګر ووډ د ګڼو کسانو په مخ کې خپله ماتې ومنله، هغه له خپلې مېرمنې سره د غلطۍ او د لوبې مينه والو ته د درواغو ويلو له امله بښنه وغوښته.

چې په پايله کې يې د ټايګر ووډز مېرمنې له خپل مېړه طلاق واخيست.

په نړيواله کچه د کريکيټ په برخه کې له مخکې د لوبو د پايلو په اړه جوړجاړيو د خواشينۍ سيوری غوړولی و، چې دغه خبر د پاکستان او انګلستان تر منځ د سياليو په بهير کې رسوا شوه.

د پاکستان د څلور ورځنيو يا ټسټ لوبو کيپټان سلمان بټ په ګډون درې تنه لا هم په لوبو کې د درغليو او له مخکې جوړجاړيو په تړاو تر پوښتنو ګرويګنو لاندې دي، خو پخپله سلمان بټ د پيسو اخيستل نه مني.

سلمان بټ به دا چانس ولري چې د نوي ميلادي کې په پيل کې د کريکيټ د نړيوالې شورا تر محکمې مخکې د ځان دفاع وکړي.

د کريکيټ په برخه کې پاکستان په يوه بله لانجه کې هم راښکېل شو او هغه دا چې د پاکستان منډه جوړونکی يا ويکيټ کيپر ذوالقرنين په عربي متحده اماراتو کې له جنوبي افريقا سره د لوبې په ورځ له هوټل څخه بې درکه شو، وروسته بيا معلومه شوه چې ذوالقرنين په الوتکه کې لندن ته تللی و، ځکه هغه نه غوښتل چې په لوبو کې د درغليو په اړه مرسته وکړي او وايي چې ژوند يې په خطر کې و.

دغه راز په هند کې د لومړۍ درجې يا پرايمر ليګ لوبې هم تر تحقيق لاندې ونيول شوې، داسې ګڼ خبرونه خپاره شول چې شکمنو پانګوالو دغو لوبو ته لار موندلې وه او دهند د أی پي أل سياليو مسؤول پکې خپله دنده له لاسه ورکړه.

او د سريلانک د کريکيټ د ملي لوبډلې ورو يا سپين توپ اچونکي موتياموراليتيران د هند سره د بريالۍ لوبې په ترڅ کې نړيوال ريکارد ټينګ کړ او پخپل نړيوال لوبيز ژوند کې اته سوه ويکټې واخيستې.

او د ټينس په برخه کې هم يو نړيوال ريکارد ټينګ شو، هغه دا چې امريکايي لوبغاړي جان ايسنر د ويمبېلډن په سياليو کې له فرانسوي نيکولاس سره يوولس ساعته او پنځه دقيقې سيالي وکړه او یوسل او دري اتيا سيالۍ يې وکړې .

چې د جان ايسنر په ګټه پای ته ورسيدې. خو تر هغه وروسته د ايسنر لوبه ډېره لنډه وه چې يواځې 1:14 دقيقې يې دوام وکړ.

۲۰۱۰ کال د افغانستان له پاره هم د سپورت په برخه کې تر ډېره د پام وړ وو، د افغانستان د کریکیټ، تکواندو، باسکټبال او نورو ګڼو لوبډلو افغانستان ته مډالونه او د اتلولۍ کپونه راوړل.

په افغانستان کې د کریکیټ لوبه ډېره په وده کې ده، په تېر کال کې د افغانستان د کریکیټ ملي لوبډلې لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ، د کریکیټ بورډ رامنځ ته شو، د لویو وچو ترمنځ سیالۍ او په کور دننه هم ګڼ سپورتي فعالیتونه ترسره شول .

د افغانستان د کریکیټ د لوبډلې اوسني روزونکي راشد لطیف له خبري رسنیو سره په خبرو کې ویلي افغان لوبغاړو اوس دا زده کړي چې څنګه لوبه وګټي اوس هغوی د لوبو د پیاوړتیا لپاره په کور دننه پرمختګونو ته اړتیا لري، پرته له هغه به ددوی معیار یا ستندرد په ټپه ودریږي.

په دې اړوند دکرکیټ بورد اجراییوي مشر حامد شینواری وايي دوی دې ټکي ته پوره پام لري د بېلګې په ډول دوی په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کریکیټ لوبې د ودې لپاره یو شمېر لوبغالي او ډګرونه جوړ کړي دي، ښاغلی شینواری وايي دا مهال دوی د کریکیټ د سیالیو لپاره دولس سټډیمونه لري ،په کابل او ننګرهار کې د سټډیمونو د جوړولو کار روان دی او په کندهار کې به هم ډېر ژر د لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي.

ښاغلی شینواری وايي دوی د ځوانو لوبغاړو روزنې، د ولایتونو په کچه د سیالیو ترسره کولو او د نجونو د ټیمونو په جوړولو کې د پام وړ کار کړی دی.

د افغانستان د کریکیټ په برخه کې د چارواکو او روزونکو د بدلېدو را بدلېدو خبرې هم ډېرې تودې وې، دا چې دغو بدلونونو په افغانستان کې د کریکیټ پر لوبې څه اغېزې پرې ایښي د کریکیټ بورد له اجراییوي مشر حامد شینواري یې په اړه وايي (( د کریکیټ د ملي لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان تر خپله وسه له ملي لوبډلې سره مرسته کړې وه، اوس زموږ لوبډله په هغه پخواني حالت کې نه ده، او له ډېرو پیاوړو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي، چې موږ د منډو جوړولو یا بیټنګ په برخه کې یو شمېر ستونزې درلودلې، اوس د ملي لوبډلې نوی روزونکی راشد لطیف په ټولو برخو کې له ملي لوبډلې سره مرسته کوي، نو د بدلونو مثبتې اغېزې ډېرې دي)).

د افغانستان د کریکیټ د ملي لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان د لارښوونې پر مهال د افغانستان د کریکیټ ملي لوبډلې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته هم لار وموندله، له کبیر خان څخه مو وپوښتل چې دی اوس د افغان لوبډلې په اړه څه فکر کوي:

Image caption زه له زړه او ویني یو افغان یم، که له افغانستان سره کار کوم او یا هم نه کوم خو د افغانستان لپاره یوه ښه راتلونکې غواړم د افغانستان د کریکیټ د ملي لوبډلې زیاتره غړي ځوانان دي و تمه ده چې تر دوو دریو کلونو همداسې د پرمختګ په حال کې واوسي، او نوی روزونکی باید نوي ځوانان رامخته کړي، چې په راتلونکې کې دا لوبډله خرابه نه شي. کبیر خان

(( زه له زړه او ویني یو افغان یم، که له افغانستان سره کار کوم او یا هم نه کوم خو د افغانستان لپاره یوه ښه راتلونکې غواړم او الله تعالی دوی په هر ډګر کې کامیاب لري، د افغانستان د کریکیټ د ملي لوبډلې زیاتره غړي ځوانان دي و تمه ده چې تر دوو دریو کلونو همداسې د پرمختګ په حال کې واوسي، او نوی روزونکی باید نوي ځوانان رامخته کړي، چې په راتلونکې کې دا لوبډله خرابه نه شي)).

د افغانستان د کریکیټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي ځل د لومړۍ درجې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون وکړ خو په دواړو سیالیو کې له ماتې سره مخ شول، ډیری کسان په دغو سیالیو کې حضور مهم ګڼي خو ددغې لوبډلې کیپټان نوروز منګل بیا پدې اړوند وايي:

((دوی هغه مهال موږ تر سخت فشار او تاثیر لاندې و، موږ د مشهورو لوبغاړو نومونه اورېدلي و خو لوبه مو نه ورسره کړې، خو کله مو چې لوبه وکړه دا راته ثابته شوه که اوس موږ ورسره لوبه وکړو، نو ډېره ښه لوبه به وي او یو اړخیزه لوبه به نه وي)).

په ۲۰۱۰ کال کې افغان ملي تکواندو کوونکو په دوو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ، چې بیا هم تش لاس افغانستان ته راستانه نه شول، تېر کال هم د تکواندو لوبډلې په ډنمارک کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د یو لړ بریالیتوبونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ په کچه په اووم کتار کې ځای ونیو، د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکی بشیر تره کی په دې اړوند وايي د تکواندو لوبډله افغانستان ته یوه مډال راوړنکې لوبډله ده، د تکواندو د ملي لوبډلې هره لاس ته راوړنه ډېره ارزښتمنه او خپل ځای لري.

په ۲۰۱۰ کال په اسیايي لوبو کې افغان تکواندو کوونکی نثار بهاوي یو ځل بیا ډېر ښه وځلېد او په دې وتوانید چې د سپینو زرو مډال تر لاسه کړي، خو پخپله ښاغلی بهاوي پر دې دومره خوښ نه دی او له خپلو خلکو بښنه غواړي:

(( زه د افغانستان له خلکو ډېره بښنه غواړم ،کله چې زه آسیايي لوبو ته تلم نو له خپلو خلکو سره مې ژمنه کړې وه چې د سرو زرو مډال به وګټم، خو چانس یاري راسره ونه کړه او په پایلوبه کې په دې ونه توانېدم چې خپل اردني سیال مات کړم، ما مخکې په آسیايي لوبو کې همدغه اردني سیال ته ماتې ورکړې وه)).

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر وايي اوس دوی په اکثرو نړیوالو غونډو کې مطرح دي او په بېلابېلو لوبو کې د ګډون بلنې ورکول کیږي، دوی ګدون پکې کوي او د رایې ورکولو حق هم لري.

ښاغلی اغبر ۲۰۱۰ کال د افغانستان د سپورت لپاره یو له بریو ډک کاله بولي.

ښاغلی اغبر وايي د نارینه وو تر څنګ د ښځینه وو لپاره هم د لوبو کولو زمینه برابره شوې ده، د ښځو د کریکیټ او فټبال لوبډلو د جوړېدو ترڅنګ په نورو ګڼو برخو کې هم ښځو ته د لوبو ډګرونه او د سیالیو فرصتونه برابر شوي دي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشر وايي سپورتي لوبو د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت روحیه تر ډېره ټینګه کړې ، او له بلې خوا یې ځوانان له بې لاریو څخه رامنع کړي دي، چې دغه حالت نه یواځې په کابل بلکې په ټول افغانستان کې روان دی.

نو د ځوانانو همدغه مینې اوعلاقې ددې لامل شوي چې دوی وهڅوي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ورزشي ستدیومونه او لوبغالي جوړ کړي.

د افغانستان د باسکتبال لوبډله د جنوبي آسیا د هېوادونو د سیالیو اتل او د سرو زرو مډال یې وګاټه، ښاغلی اغبر وايي اوس په سیمه او آن په نړۍ کې د افغانستان یو شمېر لوبډلې ډېرې مطرح او د نورو هېوادونو د لوبغاړو سترګې ترې سوځي.

په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې په لومړي ځل د رګبې فدراسیون هم جوړ شو .

په نوره نړۍ کې د لوبغاړو له پاره ګڼ وسیلې او په نویو بڼو روزن ځایونه جوړیږي، خو افغانان لا هم له ډېرو ابتدايي او لومړیو سپورتي آسانتیاو ګټه اخلي او ښايي ډېرو لوبغاړو ته په کافي او اړین خوراکي مواد ونه رسیږي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم په دې توانیدلي چې په ۲۰۱۰ کال کې ګڼې لاس ته راوړنې ولري.

او په ۲۰۱۸ کال کې د فټبال د نړیوالو اتلولیو کوربه توب روسیې او په ۲۰۲۲ کال کې قطر ته ورکول د ۲۰۱۰ کال بله مهمه سپورتي پېښه ګڼل کیږي.