افغانستان: د 'بې پیلوټه' الوتکو څارګرۍ نوی سيستم نصبېږي

ګارګن - بې پیلوټه الوتکه
Image caption دغه نوې بې پیلوټه الوتکه لسګونه ژوندي انځورونه استوي او د دښمن خوځښت څاري.

د امریکا 'واشنګټن پوست'ورځپاڼه لیکي، د امریکا پوځ هوډ لري چې په افغانستان کې د خپلو استخباراتي موخو لپاره له بې پیلوټه جاسوسي الوتکو ګټه واخلي.

پوځي کارپوهان وايي چې له دې سره به امریکايي ځواکونه د تېر په پرتله د خپلو عملیاتو څارنه لا پسې زیاته کړي.

'واشنګټن پوست' لیکلي د 'ګارګن Gorgon' د ګرځنده هوايي څارونکي سیستم په مټ به د سیمې په کچه د هر راز فیزیکي خوځښت په ژوندۍ بڼه وېديويي عسکونه لېږدوي.

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې ټولټال ۷۱۱ بهرني پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي، چې دا په ۲۰۱۰ کال کې پر افغانستان تر برید وروسته د بهرنیو پوځيانو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال و، چې اوس امریکا د افغانستان په جګړه کې له نوې ټيکنالوجۍ د ګټې اخیستو هوډ لري.

واشنګټن پوست لیکي، په 'ګارګن' بې پیلوټه الوتکه کې نهه کامرې لګول شوې، چې ۶۵ ژوندي انځورونه د ځمکې پر سر خپلو اړوندو ځواکونو ته استوي او د دښمن خوځښت پکې مالوموي.

د 'واشنګټن پوست' په حواله، بې پیلوټه الوتکه د یوې کامرې په وسیله د یوې تنګې سیمې یوې یا دوو ودانیو ځانګړي دقیق عکسونه هم اخیستی شي.

په دې اړه راپور او د افغانستان د هوايي ځواک له درستيزوال جنرال عبد الوهاب وردګ سره مرکه دلته واوریء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا د هوايي ځواکونو د استخباراتي ادارې مشر جنرال جېمز پاس وايي ''ګارګن سیستم به د ټول ښار څارنه کوي، دښمن ته به هېڅ داسې د وتلو لاره نه وي، چې موږ یې ونه څارو.''

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰۰ نړیوال ځواکونه له طالبانو او نورو اورپکو سره په جګړې بوخت دي.

د 'ګارګن' د پرمختګ چاره ۱۸ میاشتې وړاندې پیل شوې، چې لاهم د امریکا د هوايي ځواک پوهان کار پرې کوي.

Image caption امریکا وايي د افغانستان جګړه کې د بې پیلوټه الوتکو ټيکنالوجۍ کارونه ګټوره ثابته شوې ده.

په کندهار کې د امریکا د پوځي استخباراتو مشر جګړن سټیفن بیکمان وايي: "بې پیلوټه دغه الوتکه زموږ د تکړه پوهانو په مټ جوړه شوې ده، چې استخباراتي مالومات پیاوړي او دقیق هدف په نښه کړي."

نوموړی زیاتوي "د دغو په وسیله پکې د لګول شویو کامرو په مټ موږ د یوې ودانۍ ۳ ګوټيزه استخباراتي عکسونه ترلاسه کولای شو، او پر سړک هرڅه لیدلی شو. "

خو نوموړي د تېرکال په نومبر میاشت کې د امریکا په نیو اورلیانز ایالت کې یوې خبري ناستې ته ویلي ول، چې تر ټولو مخکې د سیمې په اړه پوره مالوت اړین دي.

امریکا هوډ لري چې په روان ژمي کې دغه هوايي استخباراتي ټيکنالوجي په افغانستان کې وازمويي.

ورته مطالب