''ایران دې د افغاني سوداګرو مالونه پرېږدي''

وحید عمر
Image caption ښاغلي عمر وويل که ستونزه همداسې پاتې شي نو افغانان به د ځينو توکو په ځانګړي ډول تېلو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي .

افغانستان د ايران له لوري د افغاني سوداګرو مالونو ته د اجازې د نه ورکولو له امله خواشيني او اندېښنه ښولې ده .

د ولسمشر کرزي وياند وويل د سوداګرۍ وزير ته سپارښتنه شوې چې له ايراني حکومت سره يو ځل بيا په دې اړه خبرې وکړي.

له تېرو څو اوونيو راهيسې ايران د افغاني سوداګرو سلګونه تيلي ټانکرونه د پولې پورې غاړې ته ايسار کړي دي چې په افغانستان کې يې له امله د تېلو بيه لوړه شوې او سوداګر وايي دوی يې زيانمن کړي دي.

شاوخوا يوه نيمه اوونۍ وړاندې د افغان ولسمشر مرستيال قسيم فهيم ايران ته په دې موخه سفر وکړ چې هلته د افغان سوداګرو د بند کړای شويو مالونو په تړاو له ايراني لوري سره خبرې وکړي .

تر خبرو وروسته دواړو لورو رسنيو ته وويل چې ايران هغو مالونو په ځانګړي ډول تېلو ته اجازه ورکړې چې د اسلام کلا، فراه او نيمروز پر پولو د ايران لوري ته ايسار کړای شوي دي .

خو اوس معلومه شوه چې تر دې مهاله پورې ايران دغه مالونه نه دي راپرې ايښي .

د دوشنبې پر ورځ د افغانستان کابينې هم په دې اړه بحث کړی او د سوداګرۍ وزير ته يې دنده سپارلې چې له ايراني لوري سره د ستونزې د هواري په اړه خبرې اترې وکړي .

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر پخپله اوونيزه خبري غونډه کې وويل تمه يې دا ده چې ايران د ښه ګاونډيتوب له مخې دغو توکو ته اجازه ورکړي :

''اوسنی حکومت په دې نظر دی چې افغانستان بايد له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړیکې ولري، خو په دې شرط چې دوه اړخیزه همکاري موجوده وي، موږ هيلمن يو چې ايران له افغانستان سره د ښو اړیکو په چوکاټ کې دې راپورته شوې ستونزې حل کړي.''

هغه وويل که ستونزه همداسې پاتې شي نو افغانان به د ځينو توکو په ځانګړي ډول تېلو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي .

Image caption له تېرو څو اوونيو راهيسې ايران د افغاني سوداګرو سلګونه تيلي ټانکرونه د پولې پورې غاړې ته ايسار کړي دي چې په افغانستان کې يې له امله د تېلو بيه لوړه شوې او سوداګر وايي دوی يې زيانمن کړي دي.

له تېرو څو اوونيو راهيسې د هرات په اسلام کلا ، فراه او د نيمروز په بندرونو کې د ايران لوري ته سلګونه تيلي ټانکرونه ايسار کړای شوي دي .

د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي ايران ځکه دغه تېل نه را پرېږدي چې وايي په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته رسول کېږي .

خو دوی وايي دغه تېل دا مهال د افغان سوداګرو شخصي مال دی چې له عراق څخه يې د ايران پر لاره افغانستان ته راوړي او وروسته سوداګر حق لري چې پر هر چايې پلوري .

ورته مطالب