ستاسې غږ: د افغانستان د قانون په پلی کولو کې د خلکو ونډه

د افغانستان نقشه

قوانين، د حکومت او خلکو ترمنځ د يوه ملي تړون او دوه اړخيزې ژمنې بنسټ جوړوي او همداسې چې حکومت مکلف دى قانون پلى کړي او د خلکو قانوني حقونه خوندې کړي.

دا دى پوره اووه کاله کېږي چې د افغانستان اساسي قانون تصويب شوى دى او د هغه په رڼا کې گڼ شمېر نور قوانين يا نوي جوړ شوي او ياهم په پخوانيو هغو کې اصلاحات راوستل شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د اساسي قانون د تصويب د اوومې کليزې له کبله جوړې شوې غونډې ته وويل، د کاميابيو ترڅنگ، د قانون د پلي کېدو په برخه کي ناکامۍ او ستونزې هم موجودې وې.

د حکومت ترڅنگ، ښاغلي کرزي وويل چې خلک هم بايد د قانون پلي کولو ته بايد ژمن وي.

قوانين، د حکومت او خلکو ترمنځ د يوه ملي تړون او دوه اړخيزې ژمنې بنسټ جوړوي او همداسې چې حکومت مکلف دى قانون پلى کړي او د خلکو قانوني حقونه خوندې کړي، خلک هم دنده لري چې د قانون په پلي کولو کې خپله ونډ ه ادا کړي.

د ډېرو په اند، د قانون نه واکمني د فساد، بې امنيتۍ او بې نظمۍ په گډون د افغانستان د زياتره اوسنيو ستونزو لوى لامل دى .
پوښتنه داده چې خلک په دې هېواد کې د قانون په واکمنولو کې څه کولى شي ؟

غواړو چې د ستاسې غږ ددې اوونۍ په پروگرام کې په همدې اړه له تاسو وغږېږو .

تاسو کولى شئ چې د پنجشبنې په ماښام په دې شمېره مخامخ خپرونې ته زنگ ووهئ او په دې تړاو خپلې نظريې او وړانديزونه له اوريدونکو سره شريک کړئ:
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

په دې شمېره ايس ايم ايس هم کولى شئ:
٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

دغه راز په
Pashto@bbc.co.uk
خپل برېښناليکونه هم راستولى شئ.

د افغانستان د عدليې وزارت د تقنين ريس محمد يوسف حليم به د پروگرام مېلمه وي او ستاسو پوښتنو ته به ځواب ووايي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .