ملګري ملتونه وايي په نړيواله کچه د خوړو بيو لوړې شوې دي

غنم
Image caption د بيو د لوړېدو يو لامل په تېر اوړي کې په روسيه کې اورلګېدنه وه، چې پراخې ځمکې يې وسوځولې. روسيه په نړيواله کچه د غنمو د صادراتو ۱۱٪ برخه جوړوي، چې د اورلګېدنې له امله يې بيا پر خپلو صادراتو بنديز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره FAO وايي په تېر ډيسمبر کې په نړيواله کچه د خوړو بيې لوړې ختلې وې.

د دغې ادارې د خوړو د بيو شمېرې له هغه ريکارډه لوړې شوې، چې په ۲۰۰۸ کال کې ثبت شوی و، چې په يو شمېر هېوادونو کې يې د ګډوډۍ پېښې راوپارولې.

د ملګرو ملتونو راپور وايي د بورې، غلې دانې او هم تېلو لوړې بيې د خوړو د بيو د جګوالي لامل دی.

دغه شمېرې چې د مياشتنيو بيو ارزونه کوي، د خوړو د يوې ټوکرۍ بيه چې شيدې (لبنيات)، غوښه، بوره او غله دانه پکې وي، په نوامبر کې له ۲۰۶ ټکيو څخه په تېر ډيسمبر کې ۲۱۴.۷ ټکيو ته لوړه شوې ده.

همدغه بيه د ۲۰۰۸ کال په جون کې خپلې لوړې کچې ۲۱۳.۵ ټکيو ته رسېدلې وه چې د کامرون، هايټي او مصر په ګډون يې يو شمېر هېوادونو کې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه راوپارول.

د خوړو نړيوالې تګلارې د څېړنې انسټيټيوټ وايي په بيو کې د اوسني لوړوالي لومړی لامل دا دی چې د بورې او لا تر دې هم مهم د غلې دانې په بيو کې زياتوالی راغلی دی.

د دغه انسټيټيوټ مشر ماکسيمو ټورېرو بي بي سي ته ويلي په غله دانه کې، په ځانګړی ډول د غنمو بيې په تېزۍ سره لوړې شوې دي.

د دې لامل هم تېر اوړي په روسيه کې اورلګېدنه وه، چې پراخې ځمکې يې وسوځولې. روسيه په نړيواله کچه د غنمو د صادراتو ۱۱٪ برخه جوړوي، چې د اورلګېدنې له امله يې بيا پر خپلو صادراتو بنديز ولګاوه.

ښاغلی ټورېرو وايي په اسټراليا کې چې دا هم په نړۍ کې د غنمو ۱۱٪ صادرات جوړوي، وروستيو سېلابونه پکې د خوړو ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده.

د جوارو بيې هم لوړې شوې، ځکه چې په امريکا کې د بيولوژيکي سونتوکيو پلوي زياته شوې، او هم د تېلو بيې لوړې شوې دي.

ښاغلی ټورېرو وايي، په ارجنټاين کې چې له امريکا وروسته د جوارو دويم ستر صادروونکی دی، وچکالۍ د دغې غلې بيې لوړې کړې دي.

هغه شمېرې چې تېر کال د FAO يا د ملګرو ملوتونو د خوړو او کرنې د ادارې لخوا خپرې شوې، ښيي چې په نړيواله کچه د خوړو عمومي بيې په تېرو ۱۰ کلونو کې په منځني ډول ۸۰٪ سلنه لوړې شوې دي.

څېړونکي وايي د چاپېريال د مسلو تر څنګ د نړۍ د وګړو چټک زياتوالی او د بايو فيولز يا بيولوژيکي سونتوکيو زياتېدونکې تقاضا يا غوښتنه د غلو دانو د توليد او برابرونې پر بهير فشار لا زيات کړی دی.