په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايلاقي: له روسيې او ترکمنستان څخه به نور تېل راوارد شي

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي په دغه هېواد کې د سونتوکو، په ځانګړې توګه تېلو د کموالي له اړخه د رامنځ ته شوي کړکېچ د هوارولو لپاره به ډېر ژر سوداګر له روسيې او ترکمنستان څخه د تېلو په را واردولو لاس پورې کړي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال غلام محمد ايلاقي وايي که څه هم وزارت دا امکانات لري چې د نرخونو د کابو کولو لپاره په بازار کې مداخله وکړي، خو زياتوي د بازار پاليسي يې په دې برخه لاسونه ورتړلي دي.

نوموړی وايي، په ايران کې د افغان سوداګرو د تېلو د ايسارو سلګونه ټانکرونو د راخوشې کولو لپاره هم هلې ځلې کوي.

حامد حليمي له ښاغلي ايلاقي سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې وروستي پرمختګونه پوښتلي دي؟