په تېرو څو کلونو کې لسګونه ديني عالمان وژل شوي دي

د علماوو شورا
Image caption د علماوو شورا وايي په تېرو څو کلونو کې يې شاوخوا پېنځوس غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د علماوو د سراسري شورا چارواکي وايي په تېرو څو کلونو کې نژدې پېنځوس تنه ديني پوهان وژل شوي دي.

ددغې لړۍ وروستۍ پېښه پرون په هېلمند ولايت کې د علماوو د شورا د يوه غړي ملا محب الله تور پټکي وژل و چې د علما د شورا يو شمېر غړي وايي کېداى شي ددغو وژن يو لامل سياسي ستونزې وي .

په افغانستان کې دديني پوهانو د وژنو په لړ کې پرون په هېلمند کې ملا محب الله چې په تور پټکي مشهور و، په گوليو وويشتل شو او ووژل شو او پړه يې وسلوالو طالبانو پر غاړه واخسته.

ملا تور پټکى له اره د هېلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي و، چې د يوې جهادي څېرې په توگه پېژندل کېده.

خو په وروستيو وختونو کې مرکز لښکرگاه ته رالېږدېدلى و او د هغه ولايت د علما و د شورا غړى و .

د افغانستان د علماو د سراسري شورا يوه چارواکي بي بي سي ته وويل په تېرو څو کلونو کې يوازې ددغې شورا نژدې پنځوس تنه غړي وژل شوي دي.

د يادې شورا يو غړى او په ولسي جرگه کې د هېلمند استازى مولوي نعمت الله غفاري وايي ښايي دغه وژنې سياسي يا شخصي لاملونه ولري:

(( البته دا قتلونه دوه ډوله دي، يو شخصي مسايل دي ، مخصوصا زموږ د جهاد په دورو کې رقم رقم فتواګانې ورکړل شوې او رقم رقم مسايل پېښ شوي دي چې، ځينې شخصي دښمنۍ او مخالفتونه يې هم متاسفانه راپارولي دي او يا د ځينو خلکو په اذهانو کې هغه پخواني مشکلات تر اوسه شته .

که دغسې مسايل وي خو هغه شخصي اړخ پيدا کوي او که سياسي قتلونه وي ، نو معمولا د علماوو سرتاسري شورا چې مرکز يې دلته په کابل کې دی ، دوی بيا خپل يو غبرګون ښيي او يوه اطلاعيه يا بيانيه صادروي او دغسې قتلونو تقبيح کوي . ))

د ننگرهار د علماو د شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز خير خواه چې څه موده مخکې پرې په ننگرهار کې بريد شوى و، او په پايله کې يې د ښاغلي خير خواه ورور وژل شوى و او خپله د دريو نورو علما و په گډون ټپي شو وايي ، دوى ديني مدرسې چلوي، خلکو ته قران او حديث ورښيي خو ددين او وطن دښمنان يې وژني: (( تاسې پوهېږیء چې په افغانستان کې الحمدالله مجاهدين اوسېږي او د مجاهدينو ځوانان ، د هغوی پلرونه ، ورثه او د هغوی بچيان اوسېږي او دلته چې کوم علماء دي هغوی د افغانستان د مجاهد ولس او مظلوم ملت چې دين ته ډېره اړتيا لري او دين ته تږي دي (خدمت کوي). که تاسې راشیء زموږ مساجد وګوریء هر سهار پکې د قران کريم درسونه کېږي . دې کې شک نشته چې دا د افغانستان د خلکو او د افغانستان د ولس او علماوو دښمنان دي او زه فکر نه کوم چې څوک دي منحيث مسلمان او منحيث عالم ځان ته ووايي يا دې د افغان بچی ځانته ووايي او هغه دې له علماوو سره داسې عمل وکړي. ))

بله غاړه وسلوال طالبان هم د هغو علماو د وژنې پړه پر غاړه اخلي چې په وينا يې له افغان حکومت سره اړيکي ساتي او کار ور سره کوي.

د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وايي : (( هغه علماء چې د کرزي په فاسده اداره کې عملا په کار بوخت وي هغه ته د مجرم په سترګه کتل کېږي نه د يوه ديني عالم په سترګه . هر څوک چې په هر نوم وي چې له اوسنۍ غلامې ادارې سره تړاو لري زموږ د بريدونو هدف به ګرځي انشاء الله.))

د افغانستان ټولنه تر ډېره يوه مسلمانه ټولنه ده چې خلک يې ديني علماو ته ډېر درناوى لري.

د افغانستان د علماو سراسري شورا دديني چارو تر څنگ په سياسي برخه کې هم فعاله ده .

ولسمشر حامد کرزي هم څو څو ځله له دغې شورا څخه غوښتي چې له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو په برخه کې خپل رول ولوبوي.