لاريوني: افغان حکومت دې له ايران سره جدي چلند وکړي

لاريوني
Image caption لاريون کوونکو له افغان دولت څخه وغوښتل چې افغانستان ته دې د ايران پر را وارېدونکو توکو بنديز ولګوي.

په کابل کې لسگونو لاريون کونکو د ايران د سفارت مخې ته لاريون وکړ او د هغه هېواد پر ضد يې توند او تيز شعارونه ورکړل.

لاريون کونکو ويل چې ايران د نړيوال ترانزيت ارونه تر پښو لاندې کړي او د افغان سوداگرو د تېلو ټانکرونه يې په ناقانونه توگه ايسار کړي دي .

لسگونه قهرېدلو لاريون کونکو تور لگاوه چې ايران هر کال د خپلو گټو د خونديتوب په موخه افغانستان کې يوه هنگامه جوړوي.

کله په ساړه ژمي کې افغان کډوال وباسي،کله افغان بنديان اعداموي او دادى اوس يې ددوى په وينا د نړيوال ترانزيت خلاف د افغان سوداگرو تېلي ټانکرونه په نا قانونه توگه ايسار کړي دي .

لاريون کونکو له ايراني حکومته غوښتل چې نور نو بس کړي او دغه راز چارو ته د پاى ټکى کېږدي. لاريون کونکو ويل چې د افغان سوداگرو تر زرو ډېر ټانکرونه درول ددې لامل شوي چې په افغانستان کې د سونتوکيو بيې پورته ولاړې شي.

دا په يوه اونۍ کې دويم ايران ضد لاريون دى چې په کابل کې کېږي.

د لاريون کونکو پريکړه ليک د افغانستان د مشارکت ملي گوند د مشر نجيب الله کابلي لخوا ولوستل شو .

په پريکړه ليک کې له افغان حکومته غوښتنه شوې وه،چې له ايران سره ورته چلند وکړي او افغانستان ته د ايراني توکيو په رالېږدولو بنديز ولگوي:((له افغان دولت،له بهرنيو چارو،سوداگرۍ،او ماليې وزارتونو څخه جدي غوښتنه کوو چې ورته چلند وکړي او ايراني توکي تحريم کړي.

همدا راز د اوبو او برېښنا له وزارته غواړو،چې د کمال خان او د فراه د بخش اباد بندونو جوړولو ته ځانگړى پام وکړي،او په بندونو کې د اوبو د کچې معلومولو ميترونه ولگوي او ايران ته د ډېرو اوبو د تللو مخه ونيسي.))

تر يوې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د افغان سوداگرو تر زرو ډېر ټانکرونه د ايران په خاوره کې درول شوي دي.

تر دې پېښې وروسته د افغان ولسمشر لومړى مرستيال ايران ته لاړ او له دې خبرې سره راستون شو چې ايران به د ټانکرو لاره خوشې کړي، خو ستونزه تر اوسه هواره نه ده .

د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوارلحق احدي هم په کابل کې د همدې ستونزې د هواري په موخه د ايران له سفير سره خبرې کړي دي .

ښاغلی احدي وايي هيله من دی چې ستونزه به هواره شي .

نوموړي زياتوي ايران په ورځ کې د ٤٠ ټانکرونو راتللو ته اجازه ورکړې خو دوى ددغه شمېر ډېرېدل غواړي.

ايراني چارواکو رسنيو ته ويلي چې گنې دغه تېل په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته ورتلل خو افغان حکومت،افغان سوداگرو،او خپله ناټو دغه انگېرنه نا سمه بللې ده .

د ناټو سرمنشي انرېس فو راسموسن هم پرون بي بي سي ته وويل چې ايران په دې برخه کې منفي رول لوبوي .

نوموړي وويل دا تيل ناټو ځواکونو ته نه بلکې عامو افغانانو ته روان ول او له ايرانه يې وغوښتل چې د تېلو د لېږد مخه ونه نيسي.