د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې ګډه جرګه ګۍ جوړېږي

ښاغلی رباني
Image caption ښاغلى رباني وايي چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې هم د سولې او ټيکاو سره مرسته کولاى شي، هغه دغه بهير د سيمې د ټولو هېوادونو لپاره گټور بولي

د سولې د شورا مشر برهان الدين رباني وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ د يوې گډې جرگه گۍ پر سر لومړنۍ خبرې شوې او هيلمن دى چې ډېر ژر دغه جرگه گۍ جوړه شي.

د افغان د سولې عالي شورا وايي چې په يو بل هېواد کې د طالبانو د سياسي استازى د دفتر د پرانيستې په اړه يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې نه دي کړي ، بلکې وايي چې دغه هوکړه په ترکيه کې د درې واړه هيوادونو د ولسمشرانو تر منځ شوې.

د دغې شورا مشر برهان الدين رباني وايي چې شورا يې د دغسې دفتر د پرانيستلو پر سر نه يوازې دا چې مخالفت نه لري بلکې په خبره يې چې هرکلى يې هم کوي:

''البته دغه خبرې زموږ په اجندا کې نه وې شاملې، دا هغه خبرې وې چې زما په نظر په ترکيه کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو تر منځ شوې وې، خو موږ باوري يو هر هغه گام چې د طالبانو د ډاډگيرنې لپاره پورته کېږي او پر مټ يې هغوى کولاى شي چې په ډاډه زړه خبرې وکړي، نو لازمه ده چې هغوى يو دفتر او يا يو مرکز ولري، زموږ له نظره بايد په دې برخه کې گامونه واخيستل شي.''

په افغانستان کې د ځينو سياسي کړيو تر منځ دا خبرې ډېرې کېږي چې گواکي په پاکستان کې ځينې داسې کړۍ هم شته چې نه غواړي په افغانستان کې طالبان د سولې بهير ته رامات شي.

دغه کړۍ وايي چې ښايي ځينې پاکستاني چارواکي لا هم د سولې بهير يا ټکنى کړي او يا يې هم له خنډونو سره مخامخ کړي.

خو ښاغلى رباني وايي چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې هم د سولې او ټيکاو سره مرسته کولاى شي، هغه دغه بهير د سيمې د ټولو هېوادونو لپاره گټور بولي:

''موږ په دې باور يو چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره د پاکستان او پاکستاني دوستانو همکاري د دواړو غاړو په گټه ده، او هيلمن يو هر هغه څه چې د دواړو غاړو په گټه وي نو هغوى به په کې ترديد و نه لري، زما له نظره هندوستان او يا نور هېوادونه ټول غواړي چې په افغانستان کې سوله ټينگه شي، موږ د يو لړ خبرو اترو لپاره چې دلته راغلي يو، نو دا باور هم لرو چې دغه خبرې اترې د ټولو هېوادونو په گټه دي.''

Image caption طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي تر هغه چې له افغانستانه بهرني ځواکونه وتلي نه وي، دوی له افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني.

له لويه سره د دغې شورا يوه موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې داسې يوه جرگه گۍ جوړه شي چې د سولې د بهير په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

ښاعلى رباني وايي چې په دې برخه کې لومړني گامونه پورته شوي او ډاډه دى چې دغه جرگه گۍ به ډېره ژر جوړه شي.

تر دې وړاندې هم افغان ولسمشر او هم د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو پر طالبانو په وار، وار غږ کړى چې له افغان دولت سره خبرو ته کښېني.

خو هره پلا طالب ويندويانو له رسنيو سره په خبرو کې هر ډول خبرې اترې ردې کړې، او ويلي يې دي تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي، نو دوى به له افغان دولت سره خبرو ته غاړه کښې نږدې.

ورته مطالب