د تېرو ۹ میاشتو په ترافيکي پېښو کې ۲۰۰ کسان مړه شوي

افغانستان
Image caption تېرکال په ختيځو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له کبلله ١٧٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تراوسه ، چې لا د روان کال څه باندې دوه مياشتې پاتې دي ،دکابل _ تورخم پر لارې د ترافيکي پيښو دقربانيانو شمېر دتېرکال پرتله لوړ ښکاري .

د ځينو شمېرو او ارزونو له مخې دا مهال افغانستان د موټرو د زياتوالي او ترافيکي پېښو له امله په اسيا کې د خطرناکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي، چې د دغه هېواد په بېلابېلو لويو لارو د ترافيکي پېښو کچه ډيره لوړه شوې ده.

د افغانستان ډېرې لويې لارې دا مهال له سختو خطرونو ډکې دي او هره ورځ پر دغو لويو لارو د ترافيکي پيښو په اړه رپوټونه خپريږي .

په دغو خطرناکو لويو لارو کې يوه يې د کابل - تورخم لويه لاره ده چې له درېیو ولايتونو نه تېرېږي او په هره سيمه کې يې نژدې هره ورځ يوه يا دوه ترافيکي پېښې کېږي.

دغه لاره چې له يوې خوا ډېره کمسورې ده او له بله پلوه هره ورځ شاوخوا تر ۲۰ زرو زيات موټر او لارۍ پرې تگ راتگ کوي، او د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته سوداگريز توکي لېږدوي.

د ننگرهار د عامې روغتيا مشر ډاکټر بازمحمد شيرزاد وايي چې په تېرو نهو مياشتو کې پر دغه لاره د ترافيکي له کبله دوى ته شاوخوا ۱۳۰۰ تنه وروړل شوي دي.

دا يوازې هغه شمېرې دي چې يوازې د ننگرهار په روغتون کې ثبت شوې دي، که چېرته د لغمان ولايت او سروبي ولسوالۍ روغتونونو ته سر وښکاره شي، ښايي دغه شمېرې څو برابره نورې هم زياتې شي.

Image caption تېرکال په ختيځو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له کبلله ١٧٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پر دغې لويې لارې تلونکي مساپر وايي چې لاره ډيره کم سوره ده او پر همدغه لاره هره ورځ زرگونه غټې باروړونکي لارۍ تگ راتگ کوي چې تر ډيره يې د دغو پيښو په زياتوالي اغيز پرې ايستى، دا رنگه د دغو موټرو چلوونکي هم که له يوې خوا نور تر افيکي قوانين له پامه غورځوي نو له بله پلوه ډير گړندي پر دغه لاره تگ راتگ کوي.

پر دغه لاره تلونکي مسافر له حکومته غواړي چې ددغې لارې لپاره دې ترافيکي قوانين جوړ او د لويو موټرو لپاره دې متبادله لاره جوړه کړي.

تېرکال په ختيځو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له کبلله ١٧٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تراوسه ، چې لا د روان کال څه باندې دوه مياشتې پاتې دي ،دکابل _ تورخم پر لارې د ترافيکي پيښو دقربانيانو شمېر دتېرکال پرتله لوړ ښکاري .