له افغانستان نه د جرمني سرتېرو د وتو طرحه

جرمني سرتېری
Image caption جرمني په افغانستان کې څه باندې ۴۵۰۰ سرتېري لري.

د جرمني حکومت د روان کال په پای کې له افغانستان نه د خپلو سرتېرو د ویستلو موضوع د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې کوي.

د سرتېرو د ویستو دغه طرحه چې پاکستان ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر ګایتر وېتسروېل د سفر پرمهال افشا شوې، د شنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس ته په لاس ورغلې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د اسلام اباد د رول د ستاینې تر څنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ پر لازیاتې پراختیا ټینګار کړی.

له افغانستان نه د جرمني سرتېرو د ویستو وړاندیز د دغه هېواد د فاع او بهرنیو چارو وزارتونو مخې ته کړی او په کار ده چې پارلمان ته تر لېږلو وړاندې د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل له لوري هم ومنل شي.

جرمني د ناټو تړون دریم ستر هېواد دی چې د افغانستان په عملیاتو کې ونډه لري.

دغه هېواد اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۴۶۰۰ تنه پوځیان لري چې زیاتره یې د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شوي دي.

پارلمان ته د دغه وړاندیز د مخې ته کولو لپاره د جنوري ۲۸مه نېټه په پام کې نیول شوې. په همدې اړه د حکومت مخالفه ګوندونو دریځ ته په کتو اټکل دا دی چې پارلمان به په اسانۍ سره دغه وړاندیز ومني.

پارلمان ته په وړاندې کېدونکې دغه طرحه کې د ۲۰۱۱ کال په پای کې د جرمني د پوځ په اوسنۍ شمېره کې د کمي د راوستو وړاندیز هم شامل دی.

د نظرونو د ارزونې له مخې د جرمني خلک په افغانستان کې د دغه هېواد پر پوځي ښکېلتیا خوشاله نه دي.

Image caption د ایساف چورلکه د افغانستان په پوځي ماموریت کې د فعالیت پرمهال.

تېر کال د کندوز په یوه ولسوالۍ کې د جرمني هوايي ځواکونو د برید په پایله کې د ګڼ شمېر ملکي افغانانو د وژل کېدو له کبله د دغه هېواد د پوځ مشر او د کابینې یو وزیر هم له دندې ګوښه شول.

دا رازد جرمني ولسمشر هم د افغانستان د جګړې په اړه د څرګندونو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه.

امریکا او انډيوالان یې د افغانستان په ثبات کې د پاکستان رول مني، خو ورسره پر دغه هېواد فشار دی چې پخپله خاوره کې هغه کسان تعقیب کړي چې پر افغان او لوېديځ ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړوي.

په تېر اکتوبر کې د ډیورند پولې ته په ورڅېرمه قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یو شمېر بهرنیانو په وژل کېدو پسې د دغې سیمې له اړخه د لوېديځ اندېښنې یوځل بیا زیاتې شوې.

انګیرنه دا ده چې ځینې ترهګر ګواکې د لوېديځ پر پاسپورټونو ځانونه پاکستان ته رسوي او په غرنیو قبایلي سیمو کې له ځای پرځای کېدو وروسته د اروپا او لوېديځ خلاف د بریدونو پلانونه جوړوي.

ورته مطالب