هند د افغانستان له کرنې او کان ایستنې سره مرسته کوي

د هند د بهرنيو چارو وزير سومانا هالي کرشنا
Image caption د هند د بهرنيو چارو وزير وويل هېواد يې لېواله دى چې د کان ايستنې، کرنې، سوداگرۍ او لوړو زده کړو په برخو کې له هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

هند وايي د افغان حکومت د جوړجاړي د بهير ملاتړ کوي خو وايي هرراز بهرنۍ لاسوهنه ياد شوي بهير ته زيان اړولاى شي.

د ياد شوي هېواد د بهرينو چارو وزير چې دا مهال د کابل په ليدنه بوخت دى، وايي چې افغان حکومت په افغانستان کې د هند د ديپلماتيکو دفترونو د امنيت د خونديتوب په برخه کې ډاډ ورکړى دى.

د هند د بهرنيو چارو وزير سومانا هالي کرېشنا پرون افغانستان ته رارسېدلى دى، او نن (یکشنبه/ د جنورۍ نهمه) يې د خپل افغان سيال زلمي رسول سره تر ليدو وروسته خبريالانو ته وويل چې هند به د يوۀ دوست په توگه د افغانستان په څنگ کې ولاړ پاتې شي.

ښاغلي کرېشنا د افغان حکومت د جوړجاړي هڅې اغېزناکې وبللى، او په دې برخه کې يې د خپل هېواد د ملاتړ ژمنه وکړه:

''هند د افغانستان د جوړجاړي د بهير ملاتړ کوي، همدا راز هند په دغه هېواد کې د ديموکراسۍ، د بشر د حقونو او ټول گډون ملاتړ کوي، د افغان حکومت د جوړجاړي هڅې يو افغاني بهير دى او په دې برخه کې هر راز بهرنۍ لاسوهنه زيان اړونکې کېداى شي.''

ښاغلي کرېشنا په افغانستان کې د خپلو سياسي دفترونو د امنيت په اړه هم اندېښنه وښوده، خو ويې ويل چې افغان چارواکو په خپله خاوره کې د هند د سياسي استازولۍ ددفترونو د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړى دى:

''موږ يوازې په افغانستان کې نه بلکې په هند کې هم امنيتي اندېښنې احساسوو، هغه څه چې له افغانستان سره تړاو لري، افغان چارواکو د هند د کونسلګرۍ کارکوونکو او هندي کارگرو د امنيت ډاډ راکړې دى.''

Image caption د هند د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره وکتل.

نژدې دوه کاله مخکې په کابل کې د هند پر سفارت او شاوخوا يو کال مخکې په همدغه ښار کې پر يوه داسې مېلمستون ځانمرگي بريدونه شوي وو چې هندي وگړي په کې وسيدل ددغو بريدونو په ترڅ کې يې د يو شمېر هندي وگړو په گډون ځينې کسان وژل شوي او ټپيان شوي وو.

د هند د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل، چې د ترهگرۍ ضد مبارزې په اړه چې د هغه په وينا سر چينې يې د افغانستان له بريدو بهر دي هم له افغان چارواکو سره غږيدلى دى.

د هند د بهرنيو چارو وزير وويل هېواد يې ليواله دى چې د کان ايستنې، کرنې، سوداگرۍ او لوړو زده کړو په برخو کې له هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

ورته مطالب