د کندهار عواید ۲۶٪ ډېر شوي

کندهار
Image caption د کندهار د ګمرک رییس سید مزمل شاه سادات بي بي سي ته وویل چې د ۱۳۸۹ کال د لومړیو نهو میاشتو په ګمرکي عواید کې د تېرهغه په پرتله ۲۶ سلنه ډیروالی راغلی.

د کندهار د ګمرک چارواکي وایي د سږکال په عوایدو کې یې د تېر هغه په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی راغلی دی.

چارواکی د عوایدو د لوړېدو لامل د یوې ښې کاري ډلې رامنځ ته کېدل او له اداري کارونو په سمه توګه څارنه په ګوته کوي

د کندهار د ګمرک چارواکي پرداسې مهال په دې ولایت کی د عوایدو د لوړېدا خبره کوي چې یو شمېر افغان او بهرني لوړ پوړي چارواکي په دې هېواد کې په لوړه کچه د اداري فساد د زیاتوالي خبره کوي.

د کندهار د ګمرک رییس سید مزمل شاه سادات بي بي سي ته وویل چې د ۱۳۸۹ کال د لومړیو نهو میاشتو په ګمرکي عواید کې د تېرهغه په پرتله ۲۶ سلنه ډیروالی راغلی.

ښاغلی سادات د کندهار د ګمرکي عوایدو د لوړېدو لامل په دې ولایت کې د وارداتي توکو ډېروالی نه، بلکې په یاد ریاست کې د یوه ښه کاري ټیم رامنځ ته کول او له اداري کارونو په سمه توګه څارنه په ګوته کوي.

خو نوموړی داخبره هم نه ردوي چې په دې ریاست کې اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د کندهار د ملکي هوایي چلند مسؤول احمد الله فیضي هم په دې ولایت کې د هوایي چلند په برخه کې د ګمرکي عوایدو د لوړېدا خبره کوي. نوموړی وایي د تېرو څلور میاشتو په اوږدو کې د یادې ادارې په عوایدو کې دوه برابره ډېروالی راغلی.

ښاغلی فیضي زیاتوي دعوایدو د لوړېدو ترټولو مهم لامل په کور د ننه او بهرنیو پروازونو کې ډېروالی دی.

Image caption د کندهار د ګمرک رییس د یوشمېر نورو لاسته راوړنو او نويو پلانونو یادونه کوي او روان کال له لاسته راوړنو یو ډک کال بولي.

د نوموړي په خبره نه یوازې دا چې په کور د ننه یو شمېر افغاني هوایي شرکتونو کندهار ته پروازونه راپیل کړي، بلکې ځینو بهرنیو هوایي شرکتونو ته یې هم دا اسانتیا برابره کړې چې کندهار ته پروازونه ولري.

د کندهار د ګمرک رییس ښاغلی مزمل شاه سادات هم د یوشمېر نورو لاسته راوړنو او نويو پلانونو یادونه کوي او روان کال له لاسته راوړنو یو ډک کال بولي.

همدارنګه هغه زیاته کړه چی د کندهار د ګمرک ۹۵ سلنه کارکوونکي یې د اصلاحاتو بهیر ته ته ور داخل کړي او ډېر ژربه د کندهار په ګمرک کې د اسې 'کودا' سیسټم فعال کړي چې په وینا یې ددې ټولو چارو په سر ته رسېدو سره به د کندهار په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ بدلون راشي.

ورته مطالب