الکو: وحیدي د سپنتا د شکایت پربنسټ نیول شوی

محمد اسحق الکو
Image caption لوی څارنوال وايي چې دوی د سرنوشت مسؤول مدير د رسنيو د سرغړونې د کمېسيون له ارزونې وروسته نيولی دی.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د 'سرنوشت' ورځپاڼې مسؤول مدير يې د ولسمشر کرزي د ملي امنيت د سلاکار رنګين دادفر سپنتا د شکايت پر بنسټ له قانون سره سم نيولی دی.

ښاغلي سپنتا په سرنوشت ورځپاڼه کې د نوموړي د ورور په اړه خپاره شوي راپور کې د خپل نوم د يادونې له امله شکايت کړی دی.

د 'سرنوشت' ورځپاڼې ادارې او د افغانستان د خبريالانو ددفاع ټولنې د اسدالله وحيدي نيولي غندلي او غير قانوني يې بللي دي .

په ۲۰۱۱ کال کې اسدالله وحيدي لومړی افغان خبريال دی چې د لويې څارنوالۍ له لوري نيول کېږي .

نوموړی ظاهراًد يوې اوونۍ مخکې هغه خپاره شوي راپور له امله نيول شوی چې پکې ويلي يې ول د ښاغلي سپنتا ورور په هرات کې وسلواله ډله جوړه کړې ده .

د افغانستان لوی څارنوال محمداسحاق الکو وايي ښاغلی وحيدي يې د ولسمشر کرزي د ملي امنيت د سلاکار رنګين د ادفر سپنتا د شکايت پر بنسټ له قانون سره سم نيولی دی:

''نوموړي د سپنتا پر ورور باندې نیوکه درلوده، او غیرضروري یې د سپنتا نوم هم ورسره لیکلی دی، سپنتان خپله شکایت وکړ چې جرم یو شخصي امر دی، که زما ورور مجرم وي زما نوم ولې ورسره لیکل کېږي، دا د رسنیو د قانون پر بنسټ یو غیرضروري او ناسم کار دی، دا شکایت زموږ لویې څارنوالۍ ته راغلی څارنوالانو دا موضوع ارزولې ده، هغوی د ورځپاڼې مدیر بندي کړ چې ولې له خپل قلم نه ناوړه ګټه اخلي.''

لوی څارنوال وايي چې دوی د 'سرنوشت' مسؤول مدير د رسنيو د سرغړونې د کمېسيون له ارزونې وروسته نيولی دی.

د رسنيو د قانون له مخې هم ټولې رسنيزې تېروتنې او سرغړونې لومړی دغه کمېسيون ته ورځي له هغه وروسته عدلي او قضايي ادارو ته استول کېږي .

خو د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين چې د رسنيو د سرغړونې د کمېسيون مشري هم کوي وايي دوی په دغې مسله کې ګردسره ښکېل نه دي :

''یوازې دومره درته ویلی شم چې د هغه نیول زموږ له پالیسۍ سره کومه اړیکه نه لري، موږ نه دا دريځ لرو چې هغه دې ونیول شي او یا دې ونه نیول شي.''

د ښاغلي وحيدي د نيول کېدو په اړه د خبريالانو لومړني غبرګونه هم را رسېدلي دي .

پخپله د سرنوشت ورځپاڼې ادارې د هغه نيول کېدل له قانونه سرغړونه بللې ده . دغه راز د افغانستان د خبريالانو ددفاع ټولنې هم د ښاغلي وحيدي نيول غندلي دي.

ددغې ټولنې مشر ضياء بوميا بي بي سي ته وويل حکومت په دې توګه د رسنيو قانون تر پښو لاندې کړی دی:

Image caption د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين چې د رسنيو د سرغړونې د کمېسيون مشري هم کوي وايي دوی په دغې مسله کې ګردسره ښکېل نه دي

''د وحيدي نیول د نافذه قوانینو خلاف کار دی، هرڅوک چې د رسنیو له قانون څخه سرغړونه وکړي، لومړی باید د رسنیو د قانون کمېسیون ته راوغوښتل شي، که هغه مجرم وخېژي، کمیسیون یې څارنوالۍ ته د نورو تحقیقاتو لپاره لېږي، چې دا پروسه پکې نه ده ترسره شوې. دا د قانون پروړاندې تېری دی.''

ما له ډېرو هڅو سره سره و نه شو کولای چې له ښاغلي سپنتا سره په دې اړه خبرې وکړم.

د خبريالانو د نړيوالو ټولنې او بنسټو د ارزونو له مخې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د خبريالانو د کار پر وړاندې پکې ډېر خنډونه پراته دي.

جګړه تر ټولو لوی ګواښ دی، خو افغان امنيتي ادارې او نړيوالو ځواکونه هم وخت ناوخته ځينې خبريالان نيسي چې وروستۍ بېلګه يې د کاپيسا ولايت يو خبريال حجت الله مجددي دی چې لا هم د افغان حکومت په زندان کې دی.

ورته مطالب