بایډن: تر ۲۰۱۴ به غوره افغان ملي اردو جوړه کړو

جوبایډن
Image caption نوموړي وویل امریکا د افغان امنيتي ځواکونو د وړتیاوو د لوړاوي هڅه کوي.

امريکا وايي د افغانستان ځواکونو روزنې او تجهيز ډېر پام اړوي.

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن چې په يو ناڅاپي سفر کابل ته تللی، وايي هېواد يې هڅه کوي چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودريږي او د خپل هېواد د اداره کولو جوګه شي.

نوموړي په دې اړه د خپل هېواد د مرستو په دوام ټېنګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې طالبان به مات شي.

جوبايډن نن (سه شنبه، د جنورۍ ۱۱مه) له ولسمشر کرزي او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې په روان ۲۰۱۱ کال کې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه چټکه شي، چې تر ۲۰۱۴ پورې د امنيتي چارو پر غاړه اخیستو جوګه شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر په کابل کې له ولسمشر کرزي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې پر همدې موضوع ټينګار وکړ:

''موږ ستاسو له پوځ سره یوځای کار کوو، چې یوه غوره اردو رامنځ ته کړو، داسې ملي اردو چې د افغانانو ټولنو غوښتنو ته مثبت ځواب وویلی شي.''

وړاندې د افغانستان دولت ویلي ول، چې نړیواله ټولنه دې د امنیتي چارو تر سپارلو مخکې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او په ځانګړې توګه دې د دغه هېواد هوايي ځواک تقویه کړي.

Image caption ټاکل شوې چې تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو شمېر ۳۰۰ زرو ته ورسېږي.

دا مهال د افغانستان دولت شاوخوا ۱۴۷زره پوځيان لري، چې د مخکنیو پرېکړو پر بنسټ باید دغه شمېره تر ۲۰۱۴ کال پورې دغه شمېر تر ۳۰۰ زرو پورې ورسېږي.

د امریکا مرستیال ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم امریکا د افغانستان یو ستر ملاتړی او مرستندویه هېواد وي.

نوموړي وویل امریکا د افغان امنيتي ځواکونو د وړتیاوو د لوړاوي هڅه کوي.

ورته مطالب